Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحه کې د غونډې پنځمه ورځ؛ د خبرو اصلي چورلیز اوربند

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو د څلورم پير غونډې پنځمه ورځ هم پای ته ورسېده.

سرچینې وايي چې د جمعې په ورځ (د سلواغې په ۵ مه) او د دغې غونډې په پنځمه ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازو، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د لنډمهاله اوربند په اړه خبرې اترې وکړې.

د خبرو اترو دغه پير، د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړنۍ نېټې) په دوحه کې پیل او نن (جمعه) هم دوام درلود.

د خبرو اترو په دغه څلورم پړاو کې، هغه څه چې طالبانو ته نږدې سرچینو تایید کړي دواړو لورو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د ترهګرو پر پټن‎ځای د افغانستان پر نه بدلېدو سره هوګړې ته رسېدلي وو.

له دې سره جوخت په قطر کې له امریکايي استازو سره د طالبانو د خبرو په دوام، تازه دې ډلې په خپلو اتو پوځي او غیر پوځي کمېسیونونو کې بدلونونه راوستې دي.

د دې بدلونونو له مخې، ملا عبدالغني برادر د ملا هبت الله د مرستیال او د قطر دفتر د سیاسي ريیس په توګه ټاکل شوی دی.

پاکستانی خبریال احمد رشید وايي، ملا برادر له هغو کسانو و چې له طالبانو سره یې د سولې خبرو ته لېوالتیا درلوده او د هغه ګومارنه به د سولې په خبرو کې یو مثبت ګام وي.

پاکستانی خبریال احمد رشیدي:«زه فکر کوم چې د ملا برادر راستنېدنه به د سولې بهیر سره مرسته وکړي. ملا برادر په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د سولې له ملاتړ کوونکو و. هغه د پاکستاني عسکرو له لوري ونیول شو او څو کاله زنداني شو. اوس هغه له زندانه ازاد شوی او د ملا هبت‎الله د مرستیال په توګه ټاکل شوی، هغه ته واک ورکړل شوی چې له امریکايي استازو سره وګوري.»

هغه زیاتوي:«زه فکر کوم دا یو ښه ګام دی. ملا برارد له دې کبله چې سوله غوښتونکی و، ډېر پېژندل شوی دی. د حامد کرزي حکومت هم له هغه سره په اړیکه کې و، خو پاکستاني حکومت هغه ونیوه.»
د طالبانو یو شمېر پخواني ملګري او چارواکي وايي، وروستي بدلونونه د سولې خبرو ته د دې ډلې له ژمنتیا ښودنه کوي.

پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وویل:«په دغه سیاست کې د ملاغني برادر داخلول او همدارنګه هغه ته واک او د دغې ډلې د مرستیالۍ ورکړه په دې مانا ده چې طالبانو د سولې بهیر ته لېوالتیا لري. او دویمه دا چې سیاسي کمېسیون ته بشپړ واک ورکړل شوی او دا د دې لامل کېږي چې مشورې ته ډېره اړتیا ونه لري او دا یعنې یو ورکړل شوی واک.»

بل لورته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي‌ خلیل‌زاد په پنځمه ورځ هم د قطر دوحه کې له طالب استازو سره خبرې کړي.

سرچینې وايي، په دې خبرو کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو پر مهال‎وېش، اوربند او له طالبانو پر دې ژمنې اخیستل شوي چې افغانستان به د ترهګرو په خوندي ځای نه بدلېږي. 

بل لورته بیا د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځ‌ته کولو په موخه د سولې عالي شورا د دارالانشا ريیس محمد عمر داوودزي په مشرۍ یو پلاوی بیجنګ ته تللی.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري څرګنده کړه:«د سولې د بهیر په اړه، د افغانستان د سولې د مذاکراتو پیل او همدارنګه په افغانستان کې د سولې او امنیت د زمینې پر برابرولو، کله چې  په افغانستان کې سوله او امنیت تامین وي  او اقتصاد ښه وي په سیمه کې هغه نښلوونکې لارې چې له افغانستانه تېرېږي او همدارنګه هغه کړۍ چې په افغانستان کې ده پر دغو موضوعګانو بحث وشو.»

سرچینې وايي، طالب او امریکايي استازي په یو شمېر برخو کې هوکړې ته رسېدلي، مګر د اوربند او له افغانستان د امریکايي عسکرو د مهال‎وېش په اړه لا هم خبرې روانې دي.

سرچیني وايي چې طالب استازي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره پر ځينو مواردو هوکړې ته رسېدلي.

شریک یي کړئ