د ولسمشر لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم یکشنبې( د چنګاښ۳۱مه) وروسته له ۱۴ میاشتو له ترکیې څخه کابل ته له رارسېدو سره خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال د فاریاب امنیه قومندان، نظامالدین قیصاري د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي دوستم خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ چې دی په خپله د ولسمشر غني سره د قیصاري په اړه خبرې اترې وکړي. د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي دي چې که ولسمشر یې خبرو ته غوږ نشي نو دی به بیا هېواد پرېږدي.
جنرال دوستم د ملي جنبش ګوند پلوایانو چې په تېرو شلو ورځو کې یې د قیصاري خوشې کولو لپاره د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې لاریونونه وکړل، مننه وکړه او د هغوی خوځښت یې یو انقلاب وباله.
هغه وویل چې که دوی ولاړ نه وی، نو اوس به هېوا کې حالات داسې نه وو.
کابو شل ورځې مخکې نظامالدین قیصاري په فاریاب کې د ځانګړو ځواکونو لخوا ونیول شو، د هغو ویډو ګانو له اړه چې ادعا کېږي د قیصاري ساتونکو سره په کې بد چلند شوی دی، دوستم دا کار وحشیانه وباله.
دوستم وویل، آن طالبانو کله چې شمال ونیوه نو د هغه له کسانو سره یې داسې کار ونه کړ.
خو ده له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې دولتي ادارې، تجارتي بندورنه او خصوصي بنسټونه چې دې موده کې بند وه، اجازه ورکړي چې پرانیستل شي.
جنرال دوستم په خپلو خبرو کې وویل چې دی، ترکیې ته د درملنې په موخه تللی وه او وروسته ډاکترانو ورته وویل چې هلته پاتې شي. حکومت هم د جنرال دوستم له تګ څخه وروسته ویلي وو چې دی د درملنې په موخه تلل دی، خو پلویانو یې ویل چې هغه د راتګ اجازه نه لري.
ښاغلي دوستم وویل چې چمتو دی د سولې په برخه کې هر ډول قرباني ورکړي. ده خلک یووالي ته راوبلل او له وسلهوالو ډلو یې هم غوښتنه وکړه چې د سولې بهیر سره یوځای شي.