Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي: ارګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون لیکونو ته ځواب نه وايي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال وایي، معاذالله دولتي وايي چې ارګ د ټاکنو کمېسیون هغه مکتوب ته لا ځواب نه دی ورکړی چې د ټاکنیزو حوزو طرحې په اړه وراستول شوي دي.

معاذ الله دولتي وایي د ټاکنیزو حوزو طرحه یې لس میاشتې مخکې ارګ ته استولې او که حکومت د دې طرحې په اړه پریکړه ونه کړي، د ملي شورا او ولسوالۍ شوراګانو ټاکنې به د تېرو ټاکنو په څېر وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مالي او اداري مرستیال وايي نوموړي کمیسیون د ټاکنیزو حوزو د تعینولو طرحه د تېر کال په کب میاشت کې ولسمشرۍ دفتر ته لیږلي او د قانون له مخې کابینه باید دا طرحه تایید یا رد کړي‎. دی زیاتوي چې د دغې طرحې له مخې ولایتونه د وګړو او د هغو څوکیو د شمېر له مخې چې په ملي شورا کې یې لري په ټاکنیزو حوزو به وویشل شي.

معاذ الله دولتي وړاندې وايي:«اوسمهال د حوزو خبره تخنیکي نه ده بلکې سیاسي ده. موږ د حوزو کوچني کولو وړاندیز کړی دی او معیارونه به م روښانه کړي دي چې له یوې تر پنځو څوکیو لري پر یوې حوزې تقسیمیږي، البته د ښځو له برخې پرته.»

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دغه چارواکی وايي که ولسمشرۍ دفتر د ټاکنیزو حوزو د غوره کولو په اړه دې کمیسیون ته ځواب ورنکړي، د ملي شورا او ولایتي شوراګانو انتخابات به د تېرو ټاکنو په شان ترسره شي.

ښاغلی دولتي زیاتوي:«موږ څو ځله مکتوبونه واستول په ناستو کې چې د حوزو خبره شوې ده لازم فشار مو راوړی دی، خو تر اوسه د حوزو برخلیک نه دی څرګند.»

د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو طرحه مخالفین او موافقین لري، پر ټاکنو څارونکي بنسټونه له حکومت څخه غواړي د انتخاباتي حوزو په اړه باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ځواب ووایي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئيس، فضل احمد معنوي وايي:«د نفوذو کره شمېر نه دی څرګند کله چې حوزې ځانګړې کېږي نو سرحدونه یې نه دي مالوم، ښه طرحه ده چې پرې کار وشي، خو په دې ټاکنو کې نه کېږي په راتلونکو کې به کار وکړي.»
کلپ- حبیب شینواری  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکي کال د چنګاښ شپارسمه د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره اعلان کړې خو حکومت باید له دغو انتخاباتو شپږ میاشتې مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د انتخاباتي حوزو د تعینولو په اړه ځواب ووايي.

معاذالله دولتي وايي چې د ټاکنیزو حوزو طرحه کابو لس میاشتې مخکې حکومت ته ورلیږلي، خو حکومت د کمېسیون لیکونو ته ځواب نه در ورکړی

شریک یي کړئ