Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوه تنه افسران پاکستان ته د جاسوسۍ په تور په۲۰ کاله بند محکوم شول

د سې‎شنبې په ورځ (د تلې په ۱۷ مه) د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په لومړنۍ محکمې د ډګروال شاه محمود په نوم کس چې د یادې قول اردو اړوند د دویمې لوا د یو کنډک قومندان او نذیرالله چې په یاد کنډک کې د ټولي قوماندان و علني محاکمه کړل او د پاکستان څارګرې شبکې ته د جاسوسۍ په جرم ورته د ۲۰ کاله سزا واورول شوه.

یاد دوه افسران پر دوې شوې ادعاوې نه مني ادعا کوي چې په زور ترې اعترافات اخیستل شوي دي.

د لومړنۍ محکمې اړوند څارنوال نور محمد ثاقب وايي چې ډګروال شاه او تورن ندیرالله د پاکستان څارګرې شبکې ته یو شمېر محرم پوځي اسناد ورکړي او پراخې اړیکې یې ورسره لرلې دي.

ښاغلي ثاقب په دې اړه زیاته کړه:«له مودې څار وروسته، ډګروال شاه محمود او نذیرالله له خپلې اړوندې قطعې رخصت اخلي او له دې فرصته په استفادې دواړه پاکستان ته ځي او د پاکستان په پېښور کې د دغه هېواد د ای اېس‎ ای له جاسوسانو سره لیدنه کوي.»

په دې علني محاکمه کې د تورنو کسانو یو شمېر ویډیوګانې هم ښوول کېږي چې په‎کې د پاکستان څارګرې شبکې ته د جاسوسۍ اعترافات کېږي؛ خو دا دوه افسران وايي، چې ملي امنیت ترې د وهلو ټکولو په زور دا اعترافات اخیستي دي.

پاکستان ته د جاسوسۍ په تور تورن پوځي افسر ډګروال شاه محمود وايي:«یو روغ کس چې ناروغ نه دی او اعصاب یې هم جوړ وي، ایا هغه په خپل وړاندې شهادت ورکوي؟ تاسې په خپله فکر وکړئ. موږ د فشار له امله اړ شو چې داسې بیان وروکړو.»                             

پاکستان ته د جاسوسۍ په تور بل تورن پوځي افسر نذیرالله هم وویل:«کوم عقل دا مني چې یو ډګروال ای اېس ای ته بوځې او معرفي یې او هغه هم درسره ولاړ شي.»                                    

خو بل پلو قضايي پلاوی د مدافع وکیلانو او ټولو خواوو د نظرونو تر اورېدو وروسته یاد دوه افسران پاکستان ته د جاسوسۍ په تور مجرمین ګڼي او د ملي خیانت په تور کې ورته د ۲۰ کاله بند سزا اوروي.

د لومړنۍ محکمې رییس مجیب الرحمن ندیم په دې اړه څرګنده کړه:« د سزا قانون د ۱۵۸ مادې په مطابق په ۲۰ کاله تنفیذي بند محکوم شوي یاست.»

خو دا پرېکړه وروستۍ نه ده او د پاکستان څارګرې شبکې ته په جاسوسۍ تورن کسان د استیناف غوښتلو حق لري.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو دوه پوځي افسران د پاکستان څارګرې شبکې ته د جاسوسۍ په جرم په ۲۰ کاله بند محکوم شول.

شریک یي کړئ