Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوه لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي په جلاتوګه طالبانو سره خبرې کوي

د اسوشېټډ پرس خبري اژانس په یوه رپوټ کې راغلي دي چې د تاوتریخوالي په اوج کې د افغانستان دوه امنیتي چارواکي د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي، او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره په داسې حال کې هڅو ته دوام ورکوي چې د هېواد پلاژمېنه کابل د وران زیږدیز کال د جنورۍ په میاشت کې د دغې ډلې له خوا د پرله‎پسې خونړیو بریدونو شاهد وه چې په پایله کې یې څه باندې ۱۵۰ تنه مړه او په سلګونه تنه نور ټپيان شول.

د اسوشېټډ پرس په احواله چې ښاغلی ستانکزی او ښاغلی اتمر په جلا توګه له طالبانو سره خبرې اترې کوي ترڅو دغه ډله د رسمي خبرو اترو د پیل لپاره حاضره شي.

په رپوټ کې راغلي دي چې له دغو دوو امنیتي چارواکو څخه یوه یې هم له یو بل او یا هم د سولې له عالي شورا سره جزییات شریک کړي نه دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست او د ملي امنیت شورا دفترونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلخوا د سولې د عالي شوار یو غړی حکیم مجاهد د دې پخلی کړی چې ښاغلی ستانکزی د طالبانو له یوه مرکچي ملا عباس سره په معمولي توګه په اړیکه کې دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه تمه نه کېده چې طالبانو دې د امریکا ولسمشر له توندې لهجې وروسته ښه ځواب وکړی وای.

ښاغلي مجاهد څرګنده کړه:«افغانان به هېڅکله د زور او ګواښ ژبې ته سر ټیټ نه کړي.»

د امریکې د سولې په موسسه کې د اسیا د پروګرامونو مرستیالې انډرا ویلډر ویلي دي:«په کابل کې څو لوبغاړي له طالبانو سره په اړیکه کې دي. خو موخې ته د رسېدو لپاره روښانه تعرف وړاندې شوی نه دی.»

شریک یي کړئ