Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان جماعت اسلامي د افغان سولې له بهیر سره د همکارۍ ژمنه کړې

د سولې د اجماع لپاره په سیمه‎ییزو چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزي پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په لړ کې، د دغه هېواد د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق سره لیدلي دي.

د سولې عالي شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې لیدنه کې سراج الحق د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې سراج الحق له محمد عمر داوودزي سره، د پنجشنبې پر ماښام (د مرغومې په ۲۰ مه) لیدلي دي.

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې په دغې لیدنه کې دواړو لورو پر مهمو موضوعګانو او پر هغې کړنې چې افغانستان سولې ته پرې رسېدای شي بحث او خبرې کړې دي.

په دغې لیدنه کې، ښاغلي داوودزي له مولوي سراج الحق غوښتي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پيل لپاره همکاري وکړي.

بل پول د پاکستان د جماعت اسلامي مشر هم په افغانستان کې سوله اړینه بللې او همدارنګه زیاته کړه:«نن د افغانستان د ملت غږ د سولې لپاره یو شوی او په دې برخه کې د همکارۍ لپاره موږ حاضر یوو.»

ښاغلي داوودزي د جنورۍ په اتمه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل او د افغانستان د سولې په اړه یې سره خبرې وکړې.

شریک یي کړئ