Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دپلازمېنې د هوا ککړتیا کموالي پلان پر عملي کېدو د۲۲وزارتونو همغږي

د چاپېریال ساتنې ملي اداري د د یکشنبې په ورځ (د غوايي په لومړۍ نېټه) «اولس ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام» کې وویل چې سږ کال به د څه باندې ۲۰ وزارتونو له همغږۍ سره به، د پلازمېنې د هوا د ککړتیا د کموالي په برخه کې ځينې پروګرامونه عملي کړي.

دغه اداره همدارنګه د هېواد د چاپېریال ساتنې تر لاس لاندې د یو کلن او پنځه کلنو پروګرامونو په اړه هم خبرې کوي؛ خو ټینګار کوي چې د دغو پروګرامونو د بشپړ عملي کولو لپاره ځینې ننګونې هم شته. 

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکو «اولس ته د حکومت د حساب ورکولو» په پروګرام کې په ګډون سره په تېر یوه کال کې د خپلو کارونو رپوټ وړاندې کړ.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مالي او اداري مرستیال محمد یوسف حمیدیان په دې اړه وویل:«د دغې ادارې لپاره یوه ستره ننګونه، په تېرو کلونو کې ډېره کمزورې همغږي وه چې د دغې ستونزې له حل او د ګټورې همغږۍ په رامنځته کولو سره، اداره وتوانېده چې له ځینو ادارو سره د همکارۍ هوکړه‎لیکونه لاسلیک کړي او د هغوی له ځينو سره ګډې پروژې هم پيل کړي.»

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې عمومي رییس شاه زمان میوندي څرګنده کړه:«د چاپېریال ساتنې موضوع پراخوالي او اهمیت ته او همدارنګه د اقلیم بدلون ته په پام سره، دا اداره تراوسه ځوانه ده او د ډېرو اړیکو د ټینګښت او د هغه د پیاوړتیا لپاره، پروګرامونو او ډېرو کارونو ته اړتیا لري.»

له بلخوا د دې ادارې چارواکي په روان هجري لمریز کال کې د هوا د ککړتیا د کمښت لپاره د یو لړ پروګرامونو خبر ورکوي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي وايي:«په دغه پروګرام کې بیا هم دوه ویشت وزارتونو ته دنده وکړل شوې څو د کابل ښار د هوا ککړتیا د کموالي او مخنیوي پلان چمتو شي چې پر هغه هم په جدیت سره کار روان دی او د هغه پایله به هم له تاسو سره شریکه کړو.»

په تېرو څو کلونو کې د هوا ککړتیا د کابل ښاریانو په وړاندې لویه ننګونه ده.

په تېر ژمي کې د "air vissuall" په نوم یوه امریکایي بنسټ په یوه رپوټ کې د هغو لسو ښارونو نومونه یاد کړل چې ددې بنسټ په وینا تر ټولو ککړه هوا لري.

په رپوټ کې کابل د هوا د ۳۵۳ درجې ککړتیا په لرلو په لومړۍ درجه کې راغلی دی. 

شریک یي کړئ