Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل او اسلام اباد اړیکو پر ښه والي د امریکا نوماند سفیر ټینګار

جان آربس د افغانستان لپاره د نوماند سفیر د امریکا استازو په جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه ته خبرې کولي. ده وویل، که د باور رای وګټي؛ لومړیتوب به یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه والی وي.

ښاغلي ار بس زیاته کړه:«که‎چېرې د  سنا له خوا تایید شوم په افغانستان کې به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅې وکړم په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی  د یوه پياوړي حکومت ښه لاره بولم.»

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو رییس کورکر په دې اړه څرګنده کړه:«په کابل کې زموږ سفارت کاري ډله باید په سمه توګه چمتو شي  او د امنیت ساتنې په موخه باید  هڅې چټکې پایلې ورکړي زه باور لرم چې زموږ پياوړی سفیر به ولسمشر ټرمپ د تمو پوره کولو لپاره سرچینې برابرې کړي.»

د ولسي جرګې د دغه غړي په اند، د افغانستان د ګډوډیو ستر لامل هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ اختلاف دی.

د ولسي جرګې غړی محی الدین مهدي په ډاګه کړه:«فکر کوم  چې افغانستان او پاکستان باید له سانسور څخه پرته خپلې خبرې په ډاګه کړي او ستونزې ته حل لاره پیدا کړي.»

له بلخوا د پوځي هڅو ترڅنګ له ډيپلوماتیکو تګلارو سمه ګټه اخیستنه د افغانستان د کړکېچ په حل کې هم مهم ګڼل کېږي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو غړی کاردین وویل:«هیله مند یم چې  پياوړی ډيپلوماتیک حرکت اوس مهال له هر بل وخت ډیر اړین دی غواړم چې د افغانستان جګړه د پوځي حل لارې هواره نه کړم په افغانستان کې به زموږ د ترهګرۍ ضد سرچینې د دیپلوماتیکو لارو هڅې وکړي چې اقتصادي او ټولنیز فرصتونه ترلاسه کړي.» 

له دې ټولو سره د کابل لپاره د امریکا نوماند سفیر طالبانو ته هم داسې پیغام لري.

هغه څرګنده کړه:«موږ باید په روښانه طالبانو ته ووایو چې تاسو هېڅکله هم د جګړې په ډګر کې نه شی بریالي کېدای او خپلو موخو ته د رسېدو یوازینۍ لاره مو خبرې اترې دي.»

خو ولې پاکستان د افغانستان لپاره د واشنګټن له نوې تګلارې اندېښمن دی؟

د ولسي جرګې غړی محمد صالح سلجوقي ځواب کې وویل:«ځکه چې پاکستان پوهېږي هغه تولید‎ځای او هغه پټن‎ځای چې د دغه هېواد په خاوره کې ترهګرو ته شتون لري د نړۍ لپاره ښکاره شوی دی.»

د کابل لپاره د امریکا نوماند سفیر په دې اند دی چې امریکا د افغانستان خپلواکۍ ته په درناوي سره امریکا په دغه هېواد کې د تل پاتې پوځي اډو په هڅو کې نه ده.

نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکا شتون باید ګاونډیو ته ګواښ ونه بلل شي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت لپاره نوماند سفیر، هغه زیاته کړه چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره به هڅه وکړي. هغه زیاته کړه چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره به هڅه وکړي.

شریک یي کړئ