Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دکنګرې ګوند:دډېورنډ کرښه دافغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده

د کنګرې ګوند اعلان وکړ چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني.د دغه ګوند مشر لطیف پدرام،د افغانستان ټولنې ستونزې او ناامنۍ د همدغې پولې د شخړو له امله دي او له حکومت څخه غواړم ترڅو دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږي.

پدرام وايي چې حکومت په واقعیت کې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په څېر پېژني،خو خلکو ته دروغ وايي.

د کنګرې ګوند مشر لطیف پدرام وویل:«حکومت ولې ملګروملتونو سازمان ته شکایت نه کوي؟خپلې عریضې واخلي او د ملګرو ملتونو سازمان ته ولاړ شي او ووايي چې دا زموږ حق دی،زموږ حق موږ ته راکړئ.ولې دا کار نه کوئ؟ولئ؟یوازې دروغ وايي،ډیورنډ،ډیورنډ او ډیورنډ..... دلیل راوړئ.»

د کنګرۍ ګوند په دې باور دی چې د افغانستان د پادشاهانو او د بریټانیوي هند د چارواکو ترمنځ لاسلیک شويو اسنادو د ډیورند کرښې بحث پای ته رسولی دی.

لیکوال او تاریخ پوه غلام محمد محمدي په دې اړه څرګنده کړه:«ځينې ډیورنډ تحمیلي بولي.په داسې حال کې چې تحمیلي هغو معاهدو ته وايي چې د جګړو په پای کې پر ماتې خوړونکو هېوادونو لاسلیک کېږي.تاسې شاهد یاست چې افغانستان په درې جګړو کې ماته نه ده خوړلې.»

د ډیورند کرښه د ولسي جرګې د نن ورځې د غونډې د بحث وړ موضوع هم وه.او ځینې استازي ټینګار کوي چې د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه خلکو ته ورکړل شي او دغه ستونزه د لویې جرګې د جوړېدو له لارې حل شي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمدنذیر احمدزی وايي:«تر هغې چې لویه جرګه جوړه نه شي،د ټول افغانستان ملت په هغه کې شامل نه وي،نورې خبرې مهمې نه دي او کوم ځای نه نیسي.»

افغان حکومت د ډیورنډ په اړه ټول لاسلیک شوي سندونه باطل بولي.

د سرحدونو او قومونو وزارت سرپرست وايي چې د ډیورنډ کرښې پرېکړه باید د دواړو لوریو خلک ونیسي.

د سرحدونو او قومونو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال وویل:«یوازې د دې غاړې خلک نه شي کولایپرېکړه وکړي.زه یوځل بیا له ټینګار سره وایم،چې له سرحدي خلکو سره باید خبرې اترې وشي.خلک باید په ګډه توګه پرېکړه وکړي؛د افغانستان خلک جمع نور مېلیونونه انسانان چې د دغه هېواد د تاریخي بدنې څخه جلا شوي.»

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تل له ستونزو رامنځته کوونکو ټکو څخه وه. په دې وروستیو کې پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دېوال د جوړولو هوډ کړی دی.

ډیورنډ د امیر عبدالرحمان خان د پادشاهې پرمهال د افغانستان او د ختیځ هند د کمپنې ترمنځ لاسلیک شو او له هغه وروسته هم څو پادشاهانو دا کرښه لاسلیک کړې ده خو د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته په دې اړه اختلافونه راپیدا شول.

شریک یي کړئ