ولسمشر غني د آسیا زړه هېوادونو په ناسته کې چې د هند پنجاب ایالت په امرتسر ښار کې ترسره شوه، له ګډون وروسته هېواد ته ستون شو.
ولسمشر په دې غونډه کې د خبرو پرمهال وویل چې، دا غونډه به د افغانستان د امنیت او د اقتصادي همکاریو په برخه کې ښې پایلې ولري.
د آسیا زړه هیوادونو دا دوه ورځینۍ غونډه تیره ورځ د نړۍ د څه باندې څلویښتو هیوادونو او سیمهییزو سازمانونو د استازو په حضور سره پایته ورسیده.
دا ناسته د نړۍ ۱۴ ګډونکوونکو هېوادونو د ګډې اعلامیې تصویب سره اعلان وکړ خپلې غوښتنې، په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په برخه کې چورلیز کړې دي.
دې اعلامیې د افغانستان او سیمې امنیتي حالت، د طالبانو تاوتریخوالي، نورو ترهګرو ډلو لکه داعش، القاعدې ډلې، د ازبکستان اسلامي خوځښت، د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت، لشکرې طیبې، جیش محمد، د پاکستاني طالبانو ډله، جماعتالاحرار، جندالله او نورو بهرنیو ترهګرو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
دې اعلامیې همداراز د افغانستان سولې او ټیکاو لپاره د نړیوالو ځواکونو همکاري غوښتې ده.
دې اعلامیې د پاکستان او ایران څخه هم د افغان کډوالو کوربتوب لپاره مننه کړې ده.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو هم دا اعلامیه تصویب کړه.