د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۳ مه) د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت د ټینګښت په اړه له ځانګړو تابیاوو څخه خبر ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، وايي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ټولو امنیتي ځواکونو ته د تیارسی حکم ورکړل شوی ترڅو وکړای شي ترڅو وکړای شي د اختر په ورځو کې د هر ډول ویجاړونکي فعالیت مخه ونیسي.
ښاغلي دانش زیاته کړه چې په ټول هېواد کې پلورونکي دې د «پټاقیو» او یا نورو توکو له پلور څخه ډډه وکړي چې د خلکو د اندېښنې لامل کېږي، کهچېرې څوک سرغړونه وکړي، د پولیسو له خوا به ونیول شي.
هغه له خلکو هم وغوښتل ترڅو د امنیت په تامین کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.