Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اختر په ورځو کې د طالبانو د اوربند په اړه غبرګونونه

د طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له یو طرفه اوربند څخه دوه ورځې وروسته، دغې ډلې هم د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۹) اعلان وکړ چې د کوچني اختر په درې ورځو کې به اوربند وکړي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان د دولتي ځواکونو پر وړاندې اوربند اعلانوي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره خپلو کسانو ته امر کړی چې د دولتي ځواکونو په وړاندې دې خپلې ټول بریدونه ودروي.

د دغه خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي دي د بهرنیو پوځیانو په وړاندې به د دې ډلې بریدونه دوام ولري.

خبرپاڼه زیاتوي، هغه کسان چې د طالبانو په بند کې دي د ضمانت په صورت کې به یې خوشي کړي.

دغه ډله وايي، دوی به هغه سرتېري هم ازاد کړي چې داسې ضمانت ورکړي چې دویم ځلي د دوی په وړاندې جګړه نه کوي.

د طالبانو دغه اعلان د حکومت او سولې عالي شورا له هرکلي سره مخ شوی دی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې اړه وویل:«افغان حکومت له هر اقدام څخه که هغه کوچنی وي او یا ستر، ترې هرکلی کوو چې د هغه اقدام په پایله کې حتا د یوه افغان د وینې له تویدو څخه هم مخنیوی وشي او افغانستان د طالبانو له اوربند څخه هرکلی کوي.»

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري هم په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان خلک او د سولې عالي شورا هیله لري دا یو داسې یو ګام وي چې د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيل لپاره وي »

دغه راز، د ولسي جرګې یو شمېرغړي له طالبانو غواړي له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره دې یوځای شي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي په دې اړه څرګنده کړه:« طالبان دې د حکومت له اوربند څخه هرکلی وکړي ترڅو موږ وکړای شو په خپل ګډ کور کې د مذاکرې او بین الافغاني تفاهم له لارې سولې ته لاسرسۍ پيدا کړو.»

بلخوا هېوادوال له حکومت او طالبانو څخه دایمي اوربند غواړي.

 د هلمند اوسېدونکي نظرمحمد په دې اړه وویل:«په دواړو خواوو غږ کوو چې په سوله کې مو ژوند دی په سوله کې مو عزت دی او په سوله کې د دنیا او اخرت خوشبختي ده او سوله یو الهي امر دی.»

که څه هم د حکومت لخوا د طالبانو په وړاندې یو طرفه او د طالبانو لومړنی اروبند په هېواد کې د جګړو او وینې توېدو پای ته رسېدو کې هیلې راوټوکولې، خو اوس به ولیدل شي چې ورځينی اوربند به د تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره پایله ورکړي کنه.

شریک یي کړئ