Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارغنج‎خواه ولسوالۍ د پرځېدو له کبله پر حکومت نیوکې

د بدخشان ولایت د ارغنج‎خواه ولسوالۍ له نسکورېدو ورسته د دغه ولایت اوسیدونکي حکومت په ناتوانۍ تورنوي.

دوی وايي که حکومت نشي کولی د خلکو امنیت ټنګ کړي، نو د سیمې خلک به لاس په کار شي.

ارغنج‌خواه ولسوالۍ د بدخشان ولایت نږدې لس نورې ولسوالۍ له مرکز فیض اباد سره نښلوي.

د سیمې اوسېدونکی وايي:«دا ولسوالۍ د مرکزي حکومت د بې پامۍ له کبله دا ولسوالۍ نسکوره شوې ده.»

د سیمې بل اوسېدونکی وايي:«که حکومت ځواب راکوي، نو ځواب دې راکړي، تر څو موږ خپله دفاع وکړو، تر کله به خلک مرګ ژوبله ویني.»

د بدخشان ارغنج‌خواه ولسوالۍ د طالبانو د برید په پایله کې سقوط شوه.

سرچینې وايي، دې پېښه کې امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتې دي.

پوځي شنونکی، مرزا محمد یارمند څرګندوي:«ولسوالي تشه ده، ځواکونه په شاوخوا سیمو کې جګړه کوي، ویل کېږي چې پنځلس تنه افغان ځواکونه شهید شوي دي.»

کورنیو چارو وزارت بیا د دې ولسوالۍ د سقوط علت له تهدید سره د دې ولسوالۍ مخ کېدل ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست، نصرت رحیمي وايي:«سیمه زیانمنونکې ده، دا چې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله وانه وړي، نو ځکه افغان ځواکونه په موقت ډول له سیمې وتلي دي.»

دا له یمګان او وردوج څخه وروسته، درېیمه ولسوالۍ ده چې په بدخشان کې د طالبانو لاس ته لوېږي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي د مرګ ژوبلې مخنوي لپاره افغان ځواکونو شاتګ کړی دی

شریک یي کړئ