Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ارګ او جمعیت اتمه ناسته؛ دواړه لوریو په ۷ موردونو هوکړه کړې

بالاخره له ۷غونډو وروسته، اسلامي جمعیت او ولسمشرۍ مانۍ استازي توانېدلي چې لومړنیو هوکړو ته سره ورسېږي.

د هغو مالوماتو له مخکې چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، اسلامي جمعیت د ۱۲ غوښتل شویو موردونو له ډلې حکومت د هغه ۷ موردونو سره هوکړه کړې ده.

د ملي یووالي حکومت او اسلامي جمعیت ترمنځ د هوکړې مسوده:

۱ـ د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې د اساسي قانون د تعدیل د کمېسیون جوړېدل ـ  حکومت موافقه کړې چې د اساسي قانون د تعدیل کمېسیون ډېر ژر جوړ کړي او دا کمېسیون به تر راتلوونکو شپږو میاشتو د یو لړ تعدیلاتو وړاندیز وکړي.

۲ـ د ټاکنو د قانون تعدیل او د راتلونکي کال د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې په ملي شورا کې سیاسي ګوندونو ته د ونډې ورکول ـ دواړو لوري د دې غوښتنې په اړه پایلې ته نه دي رسېدلي.

  ۳ـ د سیاسي ګوندونو په مشوره د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو بیا غوره کول ـ دواړو لوریو په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو د راوستو په اړه هوکړه کړې ده.

۴ـ په راتلونکي کال کې د ملي شورا او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل ـ دواړو لوریو په راتلونکي کال کې د ټاکنو په ترسره کېدو هوکړه کړې ده.

۵ـ د ملي شورا د اوولسمې دورې له ټاکنو وروسته او د ولسمشریزو انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې جوړېدل ـ هوکړه شوې چې که ټول شرطونه عملي شي، لویه جرګه له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته هم جوړیداي شي.

۶ـ د ۱۳۹۳ کال د توشیح شوي قانون پر بنسټ د برېښنایي پېژندپاڼو وېش ـ په دې اړه دواړه لوري هوکړې ته رسېدلي چې په خبرو کې دغه اختلاف ته ځای ورنه‎کړي.

۷ـ د ملي یووالي حکومت د موافقې له مخې په دغه حکومت کې د جمعیت ونډه ـ حکومت موافقه کړې چې د بلخ والي او امنیه قوماندان د اسلامي جمعیت د وړاندیز له مخې غوره شي. جمعیت ته د دوو نورو وزارتونو په اړه بحثونه شوي خو د کسانو د نومونو په هکله خبرې نه دي شوې.

۸ـ د سالم ایزدیار د جنازې د مراسمو د پېښې په اړه د روښانه رپوټ ورکول ـ د دغې پېښې څېړونکی کمېسیون مفصل رپوټ جمعیت ته سپاري او د دې څېړنې د پایلو د نه منلو په صورت کې پلټنې دوام کوي.

۹ـ د ګوندونو او سیاسي بهیرونو د عالي شورا جوړېدل ـ دواړو لوریو د دې شورا پر جوړېدو هوکړه کړې ده.

۱۰- د موافقې د عملي کولو لپاره د مهال‎وېش له مخې د ملي یووالي حکومت او اسلامي جمعیت د ګډ ګمېسیون ټاکل ـ دواړو لوریو له دې غوښتنې سره هوکړه کړې ده.

۱۱ـ د دغې هوکړې تر عملي کېدو پورې د بلخ د والي په توګه د عطامحمد نور د دندې غځول - که د جمعیت لخوا د دې هوکړې اساسي برخې ومنل شي، عطامحمد نور به له بلخ ولایته ګوښه شي.

۱۲ـ د دې موافقې له عملي کېدو د امریکا د سفیر او د ملګروملتو د استازي څارنه او د ولسمشر لخوا د دې هوکړې لاسلیک - حکومت د دې موافقې لاسلیک نه دی منلی، خو جمعیت په خبري ناسته کې د ولسمشر لخوا د دې هوکړې د عملي کېدو د تضمین غوښتنه کړې ده.

له دې ټولو سره لیدل کېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د یوې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره ننګونې شته.

اوس وضعیت هغه ځای ته رسېدلی دی چې عطامحمد نور حکومت ته ګواښ کوي که‎چېرې د بلخ د ځايي کارکوونکو معاش ورنه کړي، هغه به دغه پیسې د حیرتان له بندره ورکړي.

د جمعیت او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ ځينې اختلافونه تراوسه هم نه دي حل شوي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعیت له ډېریو غوښتونو سره هوکړه کړې ده.

شریک یي کړئ