Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ارګ او جمعیت ترمنځ خبرې له بندون سره مخامخ شوې

دوو میاشتو په اوږدو کې د اسلامي جمعیت او حکومت استازو لس ځله خبرې وکړې خو دا ناستې بې پایلې وې.

له بلې خوا عطامحمد نور هره ورځ حکومت په بې پامۍ او ناتوانۍ تورنوي او د حکومت پر وړاندې د پراخو اقداماتو ګواښونه کوي.

دی زیاتوي:«دجمعیت غوښتنې باید ومنل شي، جمعیت خپلې غوښتنې نه کموي. دا یې حق دی.»

اجراییه ریاست وايي حکومت هڅه کوي دا اختلافات له سوله‎ییزو لارو پاي ته ورسوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل څرګندوي:«موږ هیله لرو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پلاوی دا ستونزې له سوله‎ییزو لارو هوارې کړي.»

ولسمشر غني کابو دوه میاشتې مخکې د عطامحمد نور استعفاء ومنله او پر ځای یې انجنیز داوود وګمارلو، خو نور دا پرېکړه ونه منله او دا موضوع په یوه کړکېچ بدله شوه.

کاروپوهان په دې باور دي چې که دا موضوع ژر هواره نشي، نو دا به د افغانستان حالت خراب کړي.

د ولسمشر پخوانی سلاکار، احمدالله علی‎زی په دې باور دی:«حکومت نه غواړي چې دا ستونزه هواره کړي، حکومت په څو برخو کې ستونزې لري او دا ستونزه په کندهار کې هم شته.»

د سیاسي چارو کارپوه، داور نادي وايي:«داستاد عطا شاوخوا داسې کسان دي چې هغه ته ناسمې مشورې ورکوي. که د هغوی په سلا کار وکړي نو قرباني به شي. هغوی چې خپلې ګټې د نور ترڅنګ ګورې.»

اسلامي جمعیت حکومت ته دوولس ماده‎ییزه طرحه سپارلې، د اساسي قانون د تعدیل د کمیسیون جوړیدل، د لویې جرګې جوړیدل، د توشیح شوي قانون له مخې د تذکرو ویش، په حکومت کې د اسلامي جمعیت ونډه، په ملي شورا کې د ګوندونو ونډه او د عطامحمدنور د دندې د وخت غځول د جمعیت له مهمو غوښتنو څخه دي.

 د اسلامي جمعیت د مشرتابه غړي وايي د بريښنايي تذکرو د ویش، د لویې جرګې د جوړیدو د وخت او دافغانستان د ټاکنو د ګوندي کېدو په څېر لویو مسایلو پر سر سره نه دي همغږي شوي

شریک یي کړئ