Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ارګ او نور ترمنځ د شخړو پر حل کابل کې د امریکې د سفیر تینګار

په کابل کې د امریکا سفیر وایي، چې د ولسمشر غني او عطا محمد نور ترمنځ روانې ناندرې باید ډېر ژر له سیاسي او قانوني لارو حل شي.

جان بس په کابل کې په خپلې لومړنۍ خبري غونډه کې ټینګار کوي چې د دوه خواوو ترمنځ خبرو اترو کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

هغه زیاتوي، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر د والي د لیرې کولو واک لري.

په افغانستان کې د امریکا لوړ پوړی دیپلومات په دغې غونډه کې زیاتوي، په افغانستان کې د سولې د راوستو په پار له روانو هڅو ملاتړ کوي، خو دغه بهیر باید د افغانانو ترمنځ وي.

هغه په داسې حال کې د سولې د خبرو اترو په اړه خبرې کوي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا دایمي استازې نېکي هیلي افغانستان ته له سفر څخه وروسته وايي چې له طالبانو سره خبرو اترو ته نېږدې شوي دي.

له دې سره جوخت د سولې د عالي شورا رییس کریم حلیلي هم دوه ورځې وړاندې په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې له طالبانو سره خبرې اترې جریان لري او لومړنیو هوکړو ته رسېدلي دي.

د امریکا دغه لوړپوړی چارواکی د افغانستان په راتلونکو دوو کلونو کې د پارلماني او ولسمشرېزو ټاکنو ترسره کیدل ډېر مهم بولي.

جان بس په کابل کې په خبري غونډه کې په ټینګار سره وایي، د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې باید د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

شریک یي کړئ