Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له سولې او ټاکنو ملاتړ وکړ

ولسمشرۍ ماڼۍ د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۳مه) په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له سولې او ټاکنو ملاتړ کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر اشرف غني د اسلامي همکاریو سازمان له سکرټر جنرال یوسف بن احمد العثیمین سره په جده کې لیدلي دي.

په دغې لیدنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ او افراط‎ پالنې سره د مبارزې، له حکومت سره د مخامخ خبرو، د ولسمشرۍ رڼو ټاکنو ترسراوي او په افغانستان کې د اسلامي پوهنتون د جوړولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

په دغې لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان سکرټر جنرال کابل ښار کې د واده پر مراسمو د برید په اړه، ولسمشر غني، د قربانیانو کورنیو او د افغانستان خلکو ته تسلیت ووایه او له طالبانو یې وغوښتل چې له دې ډول تاوتریخوالو لاس واخلي او له افغان حکومت سره د افغانانو ترمنځ خبرو ته حاضر شي. 

هغه د افغانانو ترمنځ له مذاکرې او همدارنګه د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي خپل ملاتړ اعلان کړ.

د اسلامي همکاریو سازمان رییس وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو د څار لپاره به خپل څارونکي افغانستان ته واستوي.

ښاغلي غني د ترهګرۍ او افراطیت په له‎منځه وړلو کې د علماوو رول ته په اشارې سره وویل چې زموږ علما باید  د اسلامي هېوادونو له علماوو سره د ترهګرۍ او افراط پالنې د له‎منځه وړلو او د مدرسو د نصاب د انسجام لپاره په ګډه کار وکړي.

افغان ولسمشر په جده ښار کې د اسلامي پراختیايي بانک له رییس بندرالحجار سره هم ولیدل.

په دغې دلیدنه کې، دواړو لورو د همکاریو، اقتصادي پراختیا او د افغانستان ځان بساینې، پانګونې، کرنې او افغانستان ته د اوږدمهاله پورونو ورکړې په اړه بحث او خبرې وشوې او د ولسمشر غني په حضور کې، د اسلامي پراختیايي بانک رییس ډاکټر بندر الحجار او د هېواد د مالیې سرپرست وزیر محمد هماریون قیومي، په افغانستان کې د یوه سل بستریز روغتون او څلورو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرټر جنرال یوسف د افغانانو ترمنځ له مذاکرې او همدارنګه د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي خپل ملاتړ اعلان کړ.

شریک یي کړئ