ټاکل شوې ده چې د افغانستان اوترکیي ترمنځ په ګډه اقتصادي ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیت اوپانګونې پر زیاتوالی خبري اتري وشوي.
د ترکیې د اقتصاد وزارت مرسیتال، فاتح متین وایي چې په راتلونکي اقتصادي ناسته کې چې په ترکیه کې به جوړه شي د دواړ هیوادونو چارواکي به پکې د سوداګري دزیاتولی په لارو چارو خبري وکړي.
ښاغلی متین د طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي، د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه کې به چې راتلونکې زیږدیزې مېاشتې کې ترسره شي د سوداګرۍ په پراختیا، ترانزیټ، د افغان او ترکي سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کولو په تړاو به خبرې وشي.
ده وړاندې وویل:«موږ به په دې غونډه کې په مهمو موضوعاتو لکه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی او سوداګریزو اړیکو پراختیا سربېره په ترانزیټ هم خبرې کیږي.»
همداراز د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال زیاتوِ په افغانستان کې د بریښنا تولید لپاره یو شمیر ترکي شرکتونه پانګونې ته لیواله دي او دوی به دغه ترکي شرکتونه په بیلابیلو برخو کې د پانګونې لپاره وهڅوي.
ښاغلي فاتح متین همداراز وویل:«زموږ پانګوال لیواله دي په افغانستان کې په بیلابیلو برخو په ځانګړي توګه د لمریزې او ابي بریښنا تولید په برخه کې پانګه ونه وکړي او موږ به هغوی څخه ملاتړ وکړو.»
بلخوا د افغانستان د اوبو اوبریښنا وزارت چارواکي په هوا د کې د بریښنا تولید لپاره د بهرنیو پانګونو جذب مهم بولي او زیاتوي چې اوس مهال په دې برخه کې لوی فرصتونه شته دي.
د اوبو او بریښنا د اوبو د سرچینو رئیس، سلطان محمود محمودي وايي:«موږ باید له خپلو سرچېنو کار واخلو او دا یو ښه خوځښت دی په داسې حال کې چې د اوبو کمښت سره ستونزې زیاتې دي، موږ باید له خپلو شتو اوبو ښه استفاده وکړو.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو پربنسټ د افغانستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ د همکارۍ سربېره په وروستیو کلونو کې د دغو دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه له ۳۰۰ میلیون ډالرو ۱۰۰میلیون ډالروته راکمه شوې ده.
خو د دغې خونې مسوولین وايي، د اوسنيو پياوړو سوداګریزو اړیکو ته په کتو سره ښا يي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان او ترکیې د سوداګرۍ کچه څو برابره زیاته شي.