Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ترکیې چمتووالی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې انقره چمتو ده ترڅو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شخړ او اختلافونو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.

د ترکیې ولسمشر، دغه ویناوې په اسټانبول کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدنه په ترڅ کې کړې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو تېره ورځ د اسلامي هېوادونو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې، په اسټانبول کې لیدنه کړې ده.

په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې اردوغان همدارنګه د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه چې هېواد یې له افغانستان سره د روزنې په برخه کې به خپلو همکاریو ته زیاتوالی ورکړي او همدارنګه چمتو دی چې په افغانستان کې د ښځو لپاره د مولانا جلال الدین بخلي پوهنتون جوړ کړي.

شریک یي کړئ