Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او پاکستان د سولې دوه اړخیز پروګرام وروستی شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اسلام اباد په کوربه توب د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزارتونو ترمنځ ۴ مه غونډه کې، د سولې او پیوستون لپاره د دواړو هېوادونو د عمل پلان نهايي شوی دی.

دا پروګرام ۷ اصلي برخې لري او د عملي کولو لپاره یې ګډې کاري ډلې جوړې شوې دي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو په څلورمه ناسته کې دواړو هېوادونو د سولې او پیوستو لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان وروستی کړ.

هغه موردونه چې دواړو لوریو پرې هوکړه کړې ده په لاندې ډول دي:

۱-پاکستان د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

۲-دواړه هېوادونه به په ګډه د هغو عناصرو د له‎منځه وړلو لپاره به اقدام وکړي چې د دواړو هېوادونو امنیت وګواښي.

۳-دواړه لوري ژمن دي چې د افغانستان او پاکستان له خاورې د دغو دواړو هېوادونو د ګواښلو لپاره د  هېوادونو، ډلو او کسانو مخنیوی وکړي.

۴-افغانستان او پاکستان د هغو ژمنو د عملي کولو لپاره چې کړي یې دي، یو څارنیز او همغږی میکانیزم چې د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا به اجرايي شي، رامنځته کوي.

۵- دواړه هېوادونه ژمن دي چې د یوه بل د هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا له سرغړونې ډډه وکړي.

۶- دواړه هېوادونه ژمنه لري چې پر یو بل د نیوکې پر ځای، له هغه عملي پلان څخه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته، د ننګونو او اندېښنو د حل لپاره استفاده وکړي.

۷- د افغانستان او پاکستان د عمل پروګرام د ټولو مواردو د عملي کولو لپاره د کار ډلې رامنځته کول او همدارنګه پر هغو موردونو چې پورته ذکر شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وویل:«شپږ کاري کمېټې جوړې شوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه هوکړه، د ګډې اقتصادي پراختیا، امنیتي ستونزې، تاوتریخوالی، د کډوالو بېرته راسنېدل،د افغانستان د سولې لپاره د کډوالو راستنېدل، سیاسي همکارۍ او د سولې له بهیر سره  مرسته ده.»

افغان حکومت هیله من دی چې دا ځل پاکستان د هوکړې پر بنسټ د امنیت په برخه کې له کابل سره لاندی باندی ونه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي:«موږ هیله لرو چې پاکستان دا ځلې صادق پاتې شي او پر هغه څه ی چې ژمنه کړې عمل وکړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی شهزاده مسعود:«دا یوازې د وقت ضایع کول دي او له پاکستانه هېڅ هم نه حاصلېږي. ځکه چې پاکستان له کلونو کلونو دوه ګونی سیاست لرلی او له بده مرغه دغه سیاست یې د افغانستان په وړاندې تراوسه هم دوام لري.»

د دې هوکړې په یوه برخه کې راغلي پاکستان د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي او د واړه لوري به د هغو کړیو پر ضد اقدام کوي چې پاکستان یا افغانستان یې ځان ته ګواښ بولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د عمل د پلان پر جوړولو کابل ته د شاهدخاقان عباسي د تېرې میاشتې په سفر کې هوکړه شوې وه.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې آیا دا هوکړه به عملي شي او د افغانستان د وضعیت له ښه کېدو سره به مرسته وکړي؟

شریک یي کړئ