Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او پاکستان سره پر پولو د چین ګزمې

چیني ځواکونه د دې هېواد په سمال لویدیځې خپلواکې سیمې، سنګیانګ کې له افغانستان او پاکستان سره پر پوله ساعتونه پلې او له آسونونسره ګزمه کوي.

دوی له افغانستان او پاکستانه خپلې خاورې ته د ترهګرو له وراوښتو وېره لري.

چیني ځواکونه پر آسونو سپاره پر هغې لاره مزل کوي چې څو پيړۍ وړاندې د ورېښمو لار بلل کیده او ترې سوداګریز توکي لیږدول کیدل، خو اوس  ظاهرآ له دې ځایه له دغو پوځیانو پرته بل څوک نه تیږي.

د "ککتوروک " د سرحدي ځواکونو پوستې چې د پامیر د غرونو په لړکې څلور زره مټره لوړځای کې دي، مسوولیت لري چې له افغانستان او پاکستان سره له ګډو بندرونو ساتنه وکړي، دا هغه ځای دی چې چین ویره لري ترې ترهګر دغه هېواد ته دننه نه شي.

د ککتوروک پوستې قومندان، شیائو بووین وايي:« زموږ سفر درویشت کیلومټره دی . ددې سفر په لومړۍ نیمایي کې پر آسونو ګزنې کوو، خو په دویمې نیمایي کې اړ یو چې پلط ولاړ شو، ځکه واوره ډیره زیاته ده او آسونه هلته نه شي تللای.»

د ټول کال په اوږدو کې و وارو ورښت، د قوي بادونو لیګدل، د نوري او د آکسجن د درجې کموالي په دې سیمه کې ګزمه سخته کړې ده.

 شیائو بووین وايي:«‎موږ چمتو شوي او ګرم خواړ خورو ځکه نه شو کولای په سرحدي کرښه کې اور بل کړو .یوازې همدا خواړه لرو.»

 که څه هم چې د چیني ځواکونو د ګزمې په سیمه کې سرک نشته او لارې سختې دي، خو بالاخره دغه سرتېري خپلو پوستو ته چې پنځه زرو څلور سوه مټرې لوړ ځای کې دي رسیږي. دوی اغزن سیم څیړي او ویني چې آیا په دې سیمه کې د پښو اېښودو ځای شته او که نه او وروسته  بیرته ستنیږي‎.

د "ککتوروک " سرحدي ځواکونه مسوولیت لري چې له افغانستان او پاکستان سره له ګډو بندرونو ساتنه وکړي، دا هغه ځای دی چې چین ویره لري ترې ترهګر دغه هېواد ته دننه نه شي

شریک یي کړئ