Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان جګړې خصوصي کولو په اړه غبرګونونه

د افغانستان د جګړې خصوصي کولو په اړه د بلک واټر بنسټ اېښودونکي، ایرک پرنس له خبرو وروسته، اوس ولسمشر غني وايي چې افغانستان کې به د بهرنیو ملیشو فعالیت ته اجازه ورنکړي.

ولسمشر غني وايي اجازه به ورنکړي چې افغانستان کې بهرني ملیشې فعالیت وکړي. نوموړي چې نن(دوشنبې د تلې په ۸ مه نېټه) کابل کې د ښاروالانو ملي ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه چې افغان ځواکونه اوس مهال لوړه وړتیا لري او د افغانستان له نسکورېدو یې مخنیوی کړی دی.

ولسمشر وویل:«تاسو په دې باندې پوه شئ چې هغه کار چې د دې خاورې خلک کولی شي هېڅ «مرسنري» بهرنی یې نشي کولی او هېڅ بهرني مرسنرای ته به دې خاوره کې اجازه ورنکړي.»

دا په داسې حال کې چې د بلک واټر پخواني ریس اریک پرنس چې اوس د فرنټیرریسورس ګروپ په نوم شرکت لري تیره اوونۍ له طلوع نیوز سره په مرکه کې د خپلې طرحې په اړه چې په افغانستان کې د جګړې خصوصي کول بلل کیږي خبرې وکړې، اوس ولسمشر د دې طرحې په وړاندې غبرګون ښيي.

د دغې طرحې له مخې به د نوموړي شرکت ۳۶۰۰ پوځیان افغانستان ته راشي او د پوځ په هر کنډک کې به ۳۶ تنه دا ځواکونه ځاي پرځاي شي.

په همدې حال کې د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، امید میثم وايي:«افغانستان کې د جګړې خصوصي کول یوه کاروکوونکې طرحه نه ده.»

که څه هم ایریک پرنس ویلي د نوموړي شرکت ځواکونه خپلسري نه دي او د افغانستان د قوانینو په وړاندې به ځواب ویونکي وي،  خو له دې سره سره اجراییه ریاست دا طرحه عملي نه بولي.

په دې لړ کې د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم د دې طرحې عملي کیدل خطرناک او د هیواد په ګټه نه بولي.

د ولسي جرګې رئیس، عبدالروف ابراهیمي وویل:«خبره دا ده چې موږ څنګه کولی شو د یوه امینتي خصوصي شرکت سره افغانستان کې امنیت تامینت کړي، دا قطعآ د اندېښنې وړ ده.»

د ولسي جرګې غړی، غلام فاروق مجروح زیاته کړه:‎«د افغانستان جګړه چې امریکا له ناټو سره نه ده توانېدلي په تېرو اوولسو کلونو کې نه دي توانیدلي چې جګړه پای ته ورسوي، نو یو خصوصي شرکت څنګه کولی شي دا جګړه وګټي؟»

دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت هم دا طرحه رد کړې ده، خو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیت د لګښت په پرتله د دې طرحې د لږ لګښت له امله د امریکا په ملي امنیت په شورا کې ځینې کسان ددغې طرحې پلویان دي. 
 
اریک پرنس څو ورځې مخکې له طلوع نیوز په مرکه کې وویل چې که د افغانستان جګړه د بلک واټر ځواکونو ته وسپارل شي نو دوی کولی شي د دې هېواد حالت په شپږو میاشتو کې بدل کړي

شریک یي کړئ