د ناټو غوڅ ملاتړ وايي چې د افغانستان په ختیځ ګې یو امریکايي سرتېری په ځاني برید کې چې د ننه په اډه کې شوی، وژل شوی او بل یې ټپي دی.
خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې پر امریکايي سرتېرو چا برید کړی دی.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د پېښې کره ځای په اړه چې دا پېښه په کوم ولایت کې شوې ده څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې پېښه (دوشنبې د وږي۱۲مه) شوې ده.
افغانتسان کې د ناټو غوڅ ملاتړ قومندان، جنرال سکاټ میلر دا پېښه خواشینونکې بللې او زیاته کړې یې ده چې دا سرتېری د خپل هېواد ساتنې په موخه افغانستان ته راغلی وه.
د ناټو غوڅ ملاتړ ویلي دي چې د وژل شوي سرتېري پېژاند به تر څلورویشتو ساعتونو پورې څرګند کړي.
په دې اړه مو اندونه