Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د سولې لپاره د خلیل زاد بله هڅه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې ده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د افغانستان د سولې په پار خپل درېیم سفر پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، زلمی خلیل زاد به دا ځل پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، عربي متحده اماراتو او قطر ته سفر وکړي.

په دغې خپرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې خلیل‎زاد له افغان او د نورو لوریو له چارواکو سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

خلیل‎زاد سیمې او افغانستان ته په خپل دویم سفر کې چې کابو یوه میاشت وړاندې و، له افغان چارواکو د ځینو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدلي وو او ویلي یې وو چې له طالبانو سره د سولې هوکړې په اړه خوشبینه دی.

له دې مخکې ښاغلي خلیل زاد له «پي بي اس» امریکايي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو، چې واشنګټن په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره بیړه لري.

هغه زیاته کړې وه چې واشنګټن په دې باور دی چې د طالبانو په ګډون د جګړې ښکېل لوري د جګړې له لارې بریالي کېدای نه شي او په همدې دلیل د اوسنۍ جګړې حل لاره په خبرو کې نغښتې ده.

هغه ویلي وو:«موږ باور لرو چې د طالبانو په ګډون په جګړه کې ټولې ښکېلې ډلې وايي چې نه شي کولای د جګړې له لارې بریالي شي او افغان حکومت هم وايي چې یوه سیاسي حل لاره غواړي، موږ هم وایو چې سیاسي حل لاره غواړو.»

هغه په دغې مرکه کې ټینګار کړی چې افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسراوي مخکې د سولې راتلل به ښه وي. د هغه په وینا په دې صورت به، ټاکنو کې د طالبانو د حضور  لپاره به هم زمینه برابره شي.

ښاغلي خلیل زاد ویلي وو:«دا به ښه وي چې موږ د ولسمشریزو ټاکنو له ترسراوي مخکې له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږو ځکه چې په دې صورت کې ټاکنو کې طالبانو ته به د ګډون زمینه برابره شي.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي د واشنګټن لپاره مهمه ده ترڅو له افغانستانه یوځل بیا دغه هېواد ته ګواښ متوجه نه وي.

خلیل زاد په دغې مرکه کې ټینګار کړی چې افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسراوي مخکې د سولې راتلل به ښه وي. د هغه په وینا په دې صورت به، ټاکنو کې د طالبانو د حضور  لپاره به هم زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ