Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د سولې په اړه له نواز شریف سره د ولسمشر غني خبرې اترې

د کابل او اسلام آباد د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې، ولسمشر غني د قزاقستان په پلازمېنه کې د پاکستان له لومړي وزیر سره د شانګ‎های غونډې په څنډه کې لیدنه وکړه.

له دې لیدنې مخکې د چین ولسمشر له افغان سیال سره د لیدنې پرمهال ژمنه کړې وه چې بیجنګ به د کابل او اسلام آباد د اړیکود ښه کولو لپاره  کار وکړي.

د ولسمشرۍماڼۍ د مطبوعاتو دفتر وايي چې په دغې لیدنه کې هوکړه شوې ده ترڅو د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ غونډې وشي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال په دې اړه وویل:«زموږ غوښتنه روښانه ده؛ دا چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې صادقانه همکاري وکړي.په دغې لیدنه کې هوکړه شوې چې د کابل، اسلام اباد او چین ترمنځ به درې اړخیزې غونډې ترسره شي.»

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې چین د پانګونې او اقتصادي ګټو له امله د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه کولو لپاره را دانګلي دي.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی په دې اړه وايي:«د افغانستان او پاکستان اوسنۍ اړیکې د چین د اقتصادي فعالیتونو لپاره خنډ دی؛دې ته په پام سره چې چين او پاکستان د تأسیس له وخته پخوانۍ اړیکې لري، او چین نه شي کولای افغانستان له پام څخه وغورځوی. او هغې خوا ته له پاکستان سره هم ستراتېژیکې اړیکې لري، لېوالتیا یې ښودلې ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ، منځکړي توب وکړي.»

یو شمېر نور کارپوهان وايي چې چین کولای شي پاکستان د ترهګرۍ په مبارزه کې صادقانه همکارۍ ته اړ کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ذبیح فرهنګ په دې اړه په ډاګه کړه:«افغانستان تمه لري چین چې له پاکستان سره ښې اړیکې لري،د دغه هېواد حکومت له افغانستان سره همکارۍ ته اړ کړي؛خو په دې اړه د چین بهرنی سیاست، احتیاطي او محافظه کارانه وي.»

د افغانستان حکومت په ځلونو هڅه کړې ده  چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ پاکستان له ترهګرۍ سره صادقانه مبارزې او د افغانستان د سولې په برخه کې مرستې ته وهڅوي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دوه هېوادونو مشرانو دوه په دوه د ۴۵ دقیقو لپاره د افغانستان د سولې د مسایلو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په اړه خبرې اترې کړي دي.

شریک یي کړئ