Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر ومړ

د مالیې پخوانی وزیر پروفېسور محمد حیدر داور المان کې د ور پېښې ناروغۍ له امله ومړ.

پروفېسور داودر المان د بُن پوهنتون د اقتصادي او مالي علومو د استاد په توګه هم پاتې شوی او د هېواد یو علمي او ملي شخصیت پېژندل کېده.

هغه د علمي، سیاسي او اکاډمیکو فعالیتونو ترڅنګ، یو ادیب او شاعر هم و.

په ۱۳۵۲لمریز کال کې د سردار محمد داوود خان له کودتا وروسته، د یو نیم کال ناروغۍ له زغم وروسته هغه اړ شو چې هېواد پرېږدي او په لوېدیځ المان کې خل تدریس ته دوام ورکړي.

ښاغلي داور د ۱۹۷۴ له نیمايي راهیسې د المان بُن پوهنتون کې د دایمي پروفیسورۍ څوکۍ خپله کړې وه او د اقتصادي سیاست او نړیوال اقتصاد په څانګه کې یې تدریس کاوه.

هغه په ۱۳۰۸ لمریز کال کې د کابل باغ علیمردان کې زېږېدلی وه، د هغه پلار غلام حسین خان د هغه وخت د سلطنتي دربار وزارت کار کوونکی و.

د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر ومړ

پروفېسور داور په الماني، انګلیسي او دري ژبو بېلابېل کتابونه او مقالې لیکلې دي. هغه د علمي، سیاسي او اکاډمیکو فعالیتونو ترڅنګ، یو ادیب او شاعر هم و.

شریک یي کړئ