Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د پولې ته‎څېرمه د روسیې او تاجیکستان ګډ پوځي مانورونه

دا د مسکو او دوشنبې ترټولو لوی ګډ پوځي مانورونه بلل کېږي چې په هغې کې ۵۰ زره تاجک او دوه زره روسي پوځیان ګډون لري.

دا ځواکونه په دغو مانورو کې له زرو زغرګاډو، ۳۲ جنګي الوتکو او نورو پوځي امکاناتو کار اخلي.

د روسیې او تاجیکستان امنیتي سرچینې د دغو عملیاتو مخه په منځنۍ اسیا کې د داعش له احتمالي ګواښونو سره مبارزه بولي.

د روسیې د ملي دفاع وزیر له رسنیو سره په مرکه کې وویل: " روسي او تاجک ځواکونه به په دغو مانورونو کې د نامسؤوله وسله والو ډلو د فعالیتونو د شنډولو، د دښمن د اډو او نورو امکاناتو د له منځه وړلو لپاره تمرین کوي، په دغو پوځي مانورونو کې هوايي ځواکونه له پوځي اور ګاډو او ځانګړو پوځیانو ملاتړ کوي".

د ولسي جرګې غړي هم د هېواد په شمال کې د ترهګرو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او د دوی پر ځپلو ټینګار کوي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې مریم کوفي وویل: "کله چې تاجیکستان چې روسیه یې له غوږ سره موقعیت لري،ناامن شي،روسیه اړېږي چې له ځان څخه دفاع وکړي.موږ دغه پوځي عملیات نېک بولو او له دواړو هېوادونو څخه غواړو چې د افغانستان په خاوره کې ترهګرو ته د تګ او راتګ اجازه ورنه کړي او اجازه ورنه کړي چې ترهګر بهر ته وتښتي".

د ولسي جرګې غړي فاروق مجروح په دې اړه وویل: "روسیه اوس پوهېږي چې د خپل ځیني هېوادوال یې هم د افغانستان په جګړه کې شریک دي او افراطي او خطرناکه خلک دي.له همدې امله دغه عملیات د څو منظورو لپاره په لاره اچول شوي دي".

ښاغلي مجروح زیاته کړه: "خپلې خاورې ته د ترهګرو د مخنیوي لپاره،دویم د نشه‎يي توکو د مافیايي ډولو د ځپلو لپاره، خو زموږ دولت، د اندېښنو د کموالي لپاره تراوسه هېڅ جدي کار نه دی کړی".

د کارپوهانو په باور دغه مانورې په داسې حال کې ترسره کېږي چې روسیه د طالبانو لخوا د کندز د درې ورځني سقوط په اړه اندیښنه لري.

له بلخوا تاجک پوځیان ادعا لري چې څو ځله وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې دغه هېواد ته ننوتې دي.

د سولې د عالي شورا غړي محمد اکبري وویل: "زموږ دولت په هماغه اندازه چې جګړه په مخ بیايي،د سولې دروازې یې هم پرانیستې دي.د طالبانو تحریک تراوسه زموږ د سولې غږ ته لبیک نه دی ویلی. په داسې حال کې چې د سولې بحث پر مخ ځي،زموږ دولت د هغو مخالفو وسله‎والو د ځپلو لپاره اراده لري چې په خلکو برید کوي".

په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د جګړې جبهه د افغانستان له سوېل څخه شمال ته ولېږدول شوه او د هېواد شمال او شمال ختیځ ولایتونه یو پر بل پسې له ډېرو ګواښونو سره مخامخ شول.

دا د مسکو او دوشنبې ترټولو لوی ګډ پوځي مانورونه بلل کېږي چې په هغې کې ۵۰ زره تاجک او دوه زره روسي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه