Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان سولې په اړه د ۶ هېوادونو ناسته

په افغانستان کې د سولې په اړه به په مسکو کې د ۶ هېوادونو په ګډون ناسته راتلونکو څلورو ورځو کې ترسره شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ویکاس سواراپ وايي چې د دې هېواد په استازي‎توب به یو تن مسکو کې د چین، ایران، پاکستان، افغانستان، هند او روسیې په ناسته کې ګډون وکړي.

سواراپ ویلي دي:«موږ خوشاله یوو چې روسیې موږ د مشاوره کې ورغوښتي یوو او د افغانستان په اړه به د روان زیږدیز کال د فبرورۍ پر ۱۵مه ناسته ترسره شي. موږ په لیوالتیا سره د افغانستان ټولو حالاتو په اړه خبرو ته چمتو یوو.»

ټاکل شوې ده چې دا ناسته د فبروري په ۱۵مه مسکو کې ترسره شي او شپږ واړه هېوادونه به د افغانستان سولې په اړه خبرې وکړي.

روسیه کې د تېر زیږدیز کال په دسمبر میاشت کې د افغانستان په اړه د پاکستان او چین په ګډون ناسته ترسره شوه چې د کابل غبرګون یې له ځانه سره درلود، خو په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره هوکړه وکړه ترڅو افغانستان هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنج‎شنبې پر ورځ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان نیکلسون وویل:«پاکستان، روسیه او ایران لا هم طالبانو ته مشروعیت ورکوي او له طالبانو ملاتړ کوي، او د یوه باثباته افغانستان په جوړولو کې د افغانستان هڅې کمزور کوي. له پاکستان سره زموږ پېچلې اړېکې بیا کتنې ته اړتیا لري.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ویکاس سواراپ وايي چې د دې هېواد په استازي‎توب به یو تن مسکو کې د چین، ایران، پاکستان، افغانستان، هند او روسیې په ناسته کې ګډون وکړي

شریک یي کړئ