Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان پر ټیکاو د امریکا او آسټرالیا ټینګار

د امریکا متحده ایالاتونه او استرالیا د افغانستان د ثبات لپاره پرخپلو ګډو همکاریو باندې ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جیمز متیز په واشنګتن کې له خپل استرالیایي سیال سره تر لیدنې وروسته ویلي، د نورو مسایلو ترڅنګ د داعش د له منځه وړو په هکله او د افغانستان د ثبات په اړه خبرې اترې شوې دي.

په همدې حال کې ناټو یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان نه باید د ترهګرو ډلو د امن پر پټن ځای بدل شي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وایي، د ناټو لوی ماموریت په دې هېواد کې دوام لري نو باید پرې‎نښودل شي چې افغانستان د ترهګرو ډلو د امن په پټن ځای بدل شي.

نوموړی وایي د ناټو ماموریت موخه هم د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه او له منځه وړل دي.

د ناټو عمومي منشي ویلي، د داعش پر ضد نړیوال ایتلاف کې د ناټو د ګډون هوکړه د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ناټو د ونډې د پراختیا ښکارندوي کوي.

دناـو لوی منشي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر له منځه وړو ټينګار کوي او وايي چې دې هېواد کې بیا ترهګرو ته د ځالو جوړېدو مخه ونیول شي

شریک یي کړئ