Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په سویل کې د ناټو د چورلکې غورځیدو له امله یو بهرنی وژل شوی

د ناټو رهبرۍ لاندې، د ایساف له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په سویل کې یوه چورلکه غورځیدلې چې په ترڅ کې د ایساف یو سرتیری وژل شوی.

که څه هم ایساف د مړه شوي بهرني سرتیري د هیواد او د پیښې د کره ځای په اړه مالومات نه دي ورکړي خو د هیواد په سویل کې ډیری امریکایي او برطانوي سرتیري میشت دي.

په کندهار کې د افغاني ځواکونو یو امنیتي چارواکي د نوم د نه خپرولو په شرط وویل چې پیښه د چهارشنبې په شپه ناوخته د کندهار په معروف ولسوالی کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د ایساف چورلکه د یو مخابراتي شرکت له پایې سره وجنګیده.

همداراز دې چارواکي زیاته کړه چې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ نور سرتیري ټپیان شول.

د ناټو رهبرۍ لاندې، د ایساف له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چهارشنبې په ورځ د افغان

Thumbnail

د ناټو رهبرۍ لاندې، د ایساف له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په سویل کې یوه چورلکه غورځیدلې چې په ترڅ کې د ایساف یو سرتیری وژل شوی.

که څه هم ایساف د مړه شوي بهرني سرتیري د هیواد او د پیښې د کره ځای په اړه مالومات نه دي ورکړي خو د هیواد په سویل کې ډیری امریکایي او برطانوي سرتیري میشت دي.

په کندهار کې د افغاني ځواکونو یو امنیتي چارواکي د نوم د نه خپرولو په شرط وویل چې پیښه د چهارشنبې په شپه ناوخته د کندهار په معروف ولسوالی کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د ایساف چورلکه د یو مخابراتي شرکت له پایې سره وجنګیده.

همداراز دې چارواکي زیاته کړه چې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ نور سرتیري ټپیان شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه