Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په اړه د خبرو په موخه قطر ته د قریشي سفر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي قطر ته تللی څو د افغانستان په اړه د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

پاکستاني رسنۍ وایي، قریشي د قطر له چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې د بهیر، دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو پر بنسټ پاکستان غواړي د افغانستان د سولې په اړه د سیمې له هېوادونو سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل، تهران، بیجېنګ او مسکو ته سفر کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تره ورځ (شنبې د مرغومې په اتمه نېټه) ولسمشر غني د حرمینو شریفینو خادم سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره په ټلېفوني اړیکه کې له نوموړي د افغان سولې په بهیر کې د سعودي عربستان له ملاتړه مننه کړې ده.

ښاغلي غني افغانستان کې د سولې او ټیکاو په ټینګښت کې د سعودي کنفرانس ونډه او د پیل لپاره ښه ګام بللی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې حرمینو شریفینو خادم ویلي، نوموړی د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر باور لري.

ده زیاته کړې هېواد به یې افغانستان کې د سولې او ټیګاو ټینګښت په موخه خپلو هڅو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو پر بنسټ پاکستان غواړي د افغانستان د سولې په اړه د سیمې له هېوادونو سره خبرې وکړي

شریک یي کړئ