Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې له بهیره د اروپايي ټولنې ملاتړ

د اروپا د بهرني سیاست مسووله، فدریکا موګریني کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د سولې له بهیر او د ولسمشرۍ له راتلونکو ټاکنو خپل ملاتړ څرګند کړ.

نوموړې چې نن(سې‎شنبې د وري په ۶مه نېټه) د اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په یوې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل اروپايي ټولنه د افغانانو په مشري او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

موګریني د سولې بهیر پر افغانانو او افغاني بنسټونو اړوند وباله.

موګریني زیاتوي:«اروپايي تولنه تل د افغانستان خلکو ترڅنګ وه او د سولې، امنیت، بشري حقونو او د دې هېواد د کلیو پراختیا پرته کومه بله موخه نلري او موږ به دې ملاتړ ته دوام ورکړو.»

هغې وړاندې وویل:«اروپايي ټولنه په دې بهیر(د سولې بهیر) کې او همداراز د ولسمشرۍ ټاکنو د چمتووالي په برخه کې ستاسو ترڅنګ ووسي.»

په همدې حال کې خبري ناسته کې عبدالله عبدالله وویل د سولې بهیر ته رسېدل به تورو ورځو ته بیا تګ نه وي او د سولې راتګ د افغانستان د خلکو هیله ده.

عبدالله وویل:« عادلانه سوله د خلکو هیله ده او د ملي یووالي حکومت هم ژمن دی او نړیوال ملاتړ هم په دې برخه کې شته، اروپايي ټولنه کولی شي په بېلابیلو برخو کې ونډه ولري او موږ له دې ونډې ملاتړ کوو.»

ده همداراز وویل چې د ملي یووالي حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او د اروپايي ټولنې لخوا د ولسمشرۍ ټاکنو د تمویل درناوی کوي.

اجراییه رییس همداراز وویل:«په تېرو ټاکنو کې اروپايي تولنه د تمویل په برخه کې له مهمو ډونرانو وه، افغانستان د ولسمشرۍ او نورو ټاکنو ته ژمن دی او د افغانستان خلک د رڼو او عادلانه ټاکنو تمه لري.»

مېرمن موګریني نن پاکستان نه له یوه ورځني سفره وروسته کابل ته راغله او د ولسمشر غني او د ملي یووالي حکومت یو شمېر مشرانو سره یې ولیدل.

په همدې حال کې خبري ناسته کې عبدالله عبدالله وویل د سولې بهیر ته رسېدل به تورو ورځو ته بیا تګ نه وي او د سولې راتګ د افغانستان د خلکو هیله ده

شریک یي کړئ