Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې له هڅو د «برېکس» ډلې د ملاتړ اعلان

د جمعې په ورځ (د زمري په ۴مه) د برېکس غونډې ګډون کوونکي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، برازیل کې سره راغونډ شول څو د دغې ډلې د یولسمې غونډې د ترسراوي لپاره چې د روان کال په نومبر میاشت کې د برازیل په پلازمېنه کې ترسره کېږي، خبرې اترې وکړې.

دغه ډله په یوه ګډه اعلامیه کې وايي چې د برېکس غونډې وزیران د افغان سولې په اړه د نړیوالو او ملي هڅو ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغې ډلې وزیران په افغانستان کې مخ په خرابېدو وضعیت په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو، حکومت او ولسي وګړو په وړاندې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه. 

د دغې اعلامیې پر بنسټ د برېکس وزیرانو ویلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوي ته سترګې په لاره ده.

د دغې ډلې وزیرانو هوکړه وکړه چې د سولې، امنیت، اقتصاد او د خلکو ترمنځ اړیکو پیاوړتیا په برخو کې همکاري وکړي. 

شریک یي کړئ