Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان سولې په اړه له روسي چارواکو سره د خلیل‎زاد لیده کاته

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد، له طالبانو سره د سولې پر څرنګوالي له روسي چارواکو سره بحث وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې زلمي خلیل‎زاد د جمعې په ورځ (د لیندۍ په ۱۶مه) د دغه وزارت له مرستیال اېګور مورکېولوف او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په مسکو کې لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې، د افغانستان اوسنی وضعیت او همدارنګه په افغانستان کې د ښکېلو لورو ترمنځ د مستقیم خبرو اترو د پیل لپاره د نړیوالو هڅو په توګه د مسکو او واشنګټن د احتمالي همکارۍ په اړه بحث وشو.

ښاغلي خلیل‎زاد تېره اوونۍ د مذاکرې مېز ته د طالبانو د راکاږلو لپاره د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر درېیم پېر پیل کړ. هغه د پنجشنبې په ورځ د دغه سفر په لړ کې روسیې ته ولاړ او تمه کېږي چې له روسیې وروسته عربي متحده اماراتو، قطر او بلېجیم ته ولاړ او بېرته کابل ته راستون شي.

زلمي خلیل‎زاد د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره ولیدل.

خلیلزاد د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال اېګور مورکېولوف او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په مسکو کې لیده کاته کړې دي.

شریک یي کړئ