Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په تړاو هند ته د خلیلزاد سفر او له سواراج سره لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې په تړاو د خپل سفر درېیم پړاو په لړ کې هند ته تللی.

ښاغلي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په نوي ډیلي کې ولیدل.

د رپوټونو پر بنسټ په دغې لیدنه کې چې د جمعې په ورځ وشوه، دواړو خواوو د افغانستان د سولې په اړه سره خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې سوشما سواراج زلمي خلیلزاد ته ویلي چې د افغانستان د سولې خبرو اترو بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند راویش کمار په دې اړه وویل:«د افغانستان په اړه زموږ دریځ ډېر روښانه دی. موږ له هغه بهیره چې هراړخیز وي ملاتړ کوو او په دې دریځ کې بدلون شتون نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو د جنورۍ له ۸ مې تر ۲۱ د سیمې هېوادونو ته په پرله‎پسې توګه سفرونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې خلیلزاد هند، چین، افغانستان او پاکستان ته به سفر وکړي.

شریک یي کړئ