Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په موخه د سیمې هېوادونو ته د خلیلزاد تازه سفر

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته خپل بل سفر پیل کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، زلمی خلیلزاد به د جنورۍ له اتمې تر یوویشتمې، هند، چین او افغانستان ته به سفرونه وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلزاد به هند کې یوه غونډه کې هم ګډون وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي خلیلزاد هڅه کوي د افغانستان، هند او چین چارواکو سره د افغان جګړې لپاره یوه حل لار ولټوي، داسې لار چې امریکا او نړیواله ټولنه ترې ملاتړ وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې خلیلزاد به له افغان چارواکو او نورو لوریو سره وویني، څو د افغانستان خلک په راتلونکي کې یوه معلوم لوري ته شي.

په داسې حال کې چې تمه کېده د جدې په ناسته کې د طالبانو د ډلې له انکار وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو چهارشنبه قطر کې پیل شي، خو د طالبانو یو شمېر چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې طالبانو دا ناسته رد کړې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې دا ناسته د دواړو لوریو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلافونو له امله لغوه شوې ده.

ځينې هغه کسان چې د دوحې له غونډې خبر دي وايي چې تمه کېده په هغې غونډه کې له هېواد د بهرنیو ځواکونو د وتو، او له تور نوملړه د ځينې طالبانو د نومونو ایستلو او همدارنګه د لنډمهاله اوربند په اړه د دواړو لورو ترمنځ جدي بحثونه وشول.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، زلمی خلیلزاد به د جنورۍ له اتمې تر یوویشتمې، هند، چین او افغانستان ته به سفرونه وکړي

شریک یي کړئ