Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو بریدونو کې د ۲۵ وسله‎والو وژل کېدل

د ملي دفاع وزارت وايي نن(چهارشنبې د وري۱۵مه) ادعا کوي چې د افغان ځواکونو بریدونو کې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو برخو کې ترسره شوي، کابو ۲۵ وسله‎وال وژل شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په وژل شویو کسانو کې څلور د داعش وسله‎وال هم شامل دي.

همداراز په دې عملیاتو کې ۲۰ وسله‎وال هم ټپیان دي.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې دا عملیات په ننګرهار، لغمان، کاپيسا، غزني، پکتیا ارزګان، زابل، بادغیس، فاریاب، بلخ، بدخشان او هلمند ولایت کې ترسره شوي دي.

افغان ځواکونو دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وسله‎والو یو شمېر وسلې او سایط هم تر لاسه کړی دي.

خبرپاڼې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي دفاع وزارت په خبره افغان امیتي ځوکونو په  تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ چاڼيژ، ۷۰ ځانګړي، ۹۳ هوايي ملاتړي او ۱۰ هم هوايي بریدونه د دښمن پر پټن‎ځایونو کړي دي

شریک یي کړئ