Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امرالله صالح د څرګندونو په اړه د ولسي جرګې د ځينو غړو غبرګونونه

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د شنبې ورځې (د غوايي په ۲۳ مه) غونډه کې د امرالله صالح څرګندونو په اړه چې ګلبدین حکمتیار یې د هېواد په وروستیو ۱۷ کلونو کې دخیل وباله او همدارنګه د حزب اسلامي له مشر څخه د حکومت د هرکلي په څرنګوالي نیوکه کړې وه توند غبرګون وښود.

دهغوی د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې، د ښاغلي صالح دغه څرګندونې د هېواد د ملي ګټو په خلاف وبللې او باور لري چې دغه ویناوې د سولې بهیر ته زیان رسوي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل:«موږ باید افغانستان ملت ته خپله ملي اجنډا ولرو نه د خپله تنظیمي او شخصي اجنډاګانې، په لاس کې ونیسو،دا په خپله ذات کې د افغانستان خلکو سره مرسته نه کوي.»

د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي هم وویل:«ډېری کوچیني کسان دي له خپلو وړو خولو سره غټې خبرې مه کوه له دې لارې ځان ته شخصیت مه جوړ وه بهرنیانو څو روپۍ ورکړې دي چې ووایه فلانی کس داسې ویلي. موږ ټول د دغه خاورې اوسېدونکي یوو او ټول مساوي حق لرو.»

د ولسي جرګې رییس له مدني، سیاسي او وګړنیزو بنسټونو څخه غواړي هغه څه چې په تېرو څو لسیزو کې شوي دي هېر کړي.

صالح وویل چې هغه د سولې له بهیر سره مخالف نه دی خو له ګلبدین حکمتیار څخه د حکومت د ستایلو په بڼې نیوکه لري. هغه حکمتیار په تېرو ۱۷ کلونو کې په هېواد کې په وژنو او قتلونو کې شریک بولي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ګلبدین حکمتیار په اړه د امرالله صالح د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې دا شان څرګندونې د سولې بهیر زیانمن کوي.

شریک یي کړئ