Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډېویډ سیډني: پر پاکستان دې فشارونه زیات شي

د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ډېویډ سیډني وايي چې د پاکستان د پوځي – استخباراتي دولت لپاره د هغه پایښت له هرڅیز څخه مهم دی او په همدې دلیل،  پاکستان به له افغانستان څخه د مقابلې د ځای په توګه له استفادې لاس وا نه خلي.

ډېویډ سیډني چې په واشنګټن کې د «هُډسن» په انسټېټیوټ کې په هغه غونډه کې چې د افغانستان د جګړې په اړه خبرې اترې کېدې، ټينګار وکړ پر پاکستان فشارونه په ځانګړې توګه د امریکا بندیزونه زیات شي.

هغه زیاته کړه:«موږ له دې وړاندې هم پر پاکستان بندیزونه لګولي وو. پوځي مرستې چې د کال کابو یو مېلیارد ډالر وو، څو ځله مو بندې کړې. خو بېرته شاته شوي یوو، هغه درس چې پاکستانیانو واخیست دا وه چې تل کولای شي له امریکا درون وي. له همدې امله، هغه څه چې نن ترسره کېږي، باید دوام پيدا کړي. پر پاکستان فشار باید دوام پيدا کړي.»

هغه زیاتوي چې داسې ښکاري د پاکستان حکومت نوی لومړی وزیر عمران خان، به د دغه هېواد دوګوني سیاستونه بدل کړي.

هغه څرګنده کړه:«د دولت لپاره په پټه اصطلاح او یا د پاکستان پوځي – استخباراتي دولت لپاره، لومړی شماره ګټې، خپل پایښت دی؛ له همدې امله پر افغانانو د فشار راوړلو او مقابلې د ځای په توګه به له افغانستان څخه استفاده او همدارنګه د هغو پاکستانیانو چلند چې باور لري د پاکستان پوځ باید دا رول ونه لوبوي، یوه ډېره پېچلې ستونزه ده.»

په دې لړ کې په امریکا او سریلانکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني هم چې په دغې غونډه کې حضور درلود، وايي چې په تیوري کې یوازې دوه دوه احتماله شتون لري. یا پاکستان واقعاُ له طالبانو ملاتړ نه کوي او یا د ټولو کارونو تر شا هغوی دي او هڅه کوي ترڅو د سولې له پروسې او سیاسي معاملو ګټه پورته کړي.

هغه زیاته کړه:«مشرف د سپټمبر له ۱۱ مې وروسته د دې تمه نه لرله چې امریکایان د اوږد مهال لپاره په افغانستان کې پاتېږي. له همدې امله د امریکایانو عملیاتو ته یې زمینه برابره کړه. هغه تمه لرله چې امریکایان له څو میاشتو وروسته بېرته ځي او موږ کولای شو چې افغانستان په خپل انګړ بدل کړو.»

په دغې مرکه کې، ډېویډ سیډني په ټینګار سره وايي چې امریکا باید د تېرو کلونو په لړ کې له خپلو تېروتنو زده کړي او په افغانستان کې تر ډېره ملت جوړونې ته مخه او همدارنګه پر پاکستان دوامداره فشار راوړي.

شریک یي کړئ