Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په دریمه ورځ د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو دوام

په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو خبرو په دریمه ورځ هم دوام ورکړ. طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي په تیرو دریو ورځو کې د امریکايي ځواکونو پر وتو او د اوربند پر احتمالي عملي کیدو بحثونه شوي.

په تېرو دوو ورځو کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو پر وتو او همداراز پر دوه اړخیز اوربند هم خبرې شوې دي.

په همدې حال کې د افغانستان حکومت وايي طالبان باید د حکومتي پلاوي سره خبرې وکړي داځکه چې وروستې پریکړه د افغانستان حکومت په لاس کې ده.

د سیاسي چارو کارپوه، محمد مطمئن وايي:«د طالبانو لپاره د دوی د دفتر په رسمیت پېژندل هم مهم دي، له تور نوملړ نه ویستل شي، امریکا ته هم مهمه ده چې له طالبانو سره دوه امریکايي بندي استادان خوشې شي.»

مدني فعال، بلال احمدنیازی څرګندوي:«طالبان د سیاسي مشروعیت غوښتونکي دي دا چې بندیان یې خوشې شي، د جګړې پای په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي.»

خو پخوانی طالب قوماندان په تېرو دوو ورځو کې په قطر کې د دواړو لوریو ترمنځ بحثونه هیله منوونکي ګڼي او یوې موافقې ته د رسېدو لپاره هیله من ښکاري.

پخوانی طالب قومندان، سید اکبر آغا زیاتوي:«د جلسې دوام ښیې چې دواړه لوري سره لېوالتیا لري.»

خو د افغانستان حکومت له دوی سره د مخامخ خبرو غوښتنه لري.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال، امید میثم په دې اړه وايي:«کله چې د خبرو اترو پړاو پیل شي نو هر ډول پرېکړه به د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی کوي.

له بلې خوا په اسلام اباد کې د چین سفیر وايي چین له طالبانو سره تماس لري او یو ځانګړی استازی یې دوحې ته لېږلی ترڅو د طالبانو له سیاسي دفتره لیدنه وکړي.

دغه چینايی دیپلومات په دې باور دی که امکان ولري چین به پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د سولې له بهیر سره یو ځاي شي او چین به طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه وپېژني.

په همدې حال کې افغان حکومت وايي طالبانو باید زموږ له استازو سره خبرې وکړي، ځکه وروستۍ پرېکړه د افغان حکومت په لاس کې ده

شریک یي کړئ