Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی: امریکا به له افغانستان څخه وباسم

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي نن( شنبې د وري۲۶مه) د ملي محورګوند په ناسته کې پر حکومت او امریکا متحده ایالاتونو د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ باندې د برید له امله سخته نیوکه وکړه.

کرزي وویل چې سمبولیک حکومت نه پېژني او دی به په خپله له افغانستان څخه د امریکا وتو لپاره کار وکړي.

ده وویل چې که د ملي ووالي حکومت امریکا ته د بمي برید اجازه ورکړې وي، دا ملي خیانت دی او باید پوښتنه یې وشي.

پخواني ولسمشر څرګنده کړه چې د اعش په پلمه د امریکا بمي برید د افغانستان سپکاوی وه.

ښاغلي کرزي وړاندې وویل چې د تېرې پنج‎شنبې برید له مخې پلان شوی وه او د ټول‎وژنې وسلې ازموینه او د چاپېریال زیانمنول وو.

کرزي همداراز څرګنده کړه، مخکې له مخکې له سیمې کلي‎مېشته کسان ویستل شوي وو او ولې امریکا دوه کاله مخکې د داعش پر وړاندې ګام پورته نکړ. دا په داسې حال کې ده چې داعش په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې خپل بیرغ د افغانستان په ختیځ کې پورته کړ.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې پرېکړه یې کړې د امریکا له بمي برید وروسته یې پر وړاندې ودریږي او افغانستان د امریکا وېرې څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا پنج‎شنبې تر ټولو لوی غیرهستوي بم د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې دداعش دلې له منځه وړو په موخه وکاروه.

شریک یي کړئ