Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا دفاع وزارت سرپرست کابل ته راغی

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت سرپرست، پټریک شنون په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی.

د یو شمېر امریکايي رسنیو د خبر له مخې، نوموړی به افغانستان کې له مېشتو امریکايی سرتېرو او همداراز د سولې بهیر په تړاو د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره وګوري.

ښاغلي شنون خبریالانو ته ویلي دي چې د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه د افغانانو په لاس کې ده او دوی به خپل برخلیک ټاکي.

نوموړي له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتو په تړاو ویلي چې په دې اړه یې له سپېنې ماڼۍ کوم امر نه دی ترلاسه کړی.

د امریکا دفاع وزارت سرپرست افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له قومندان، جنرال سکاټ میلر سره لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ته په لیږلي لیک کې لیکلي وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ویستو بهیر پڅ کړ ي. ښاغلي غني همداراز ټرمپ ته هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړې وه.

د امریکا دفاع وزارت سرپرست کابل ته راغی

ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست، پټریک شنون به له افغان ولسمشر، اشرف غني سره هم لیدنه ولري

شریک یي کړئ