افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د سېشنبې پر شپه د یوې ټلېفوني اړیکې په ترڅ کې د افغانستان او امریکا د اړیکو په بېلابېلو اړخونو خبرې اترې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشرغني او ښاغلي پنس، د افغانستان او د سوېلي اسیا لپاره د امریکې د نوې تګلارې پر پلي کېدو او همدارنګه په سیمه کې پر عمومي وضعیت د هغې پر اغېزو، د هېواد د دفاعي او امنیتي بنسټونو پیاوړتیا، له ترهګرۍ سره مبارزې، اصلاحات او له اداري فساد سره مبارزې، د سولې بهیر او د ټاکنو پر ترسراوي خبرې اترې وکړې.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ښاغلي غني ته ډاډ ورکړ چې دولت او د هېوادوال به یې د افغانستان د خلکو او دولت ترڅنګ وي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.
ښاغلي پنس له نړیوالۍ ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قرباني او مېړانه وستایله.
په ورته وخت کې، ښاغلي غني همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د امریکا متحده ایالاتو له مرستو او همکاریو درناوی وکړ او د دغو دوه هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
ښاغلی غني او ټرمپ مرستیال د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو پر پراختیا هم خبرې اترې وکړې، او دغه همکارۍ یې د ثبات د افغانستان په پراختیا او سیمه کې اغېزناکه وبللې.