Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیرکابل ته راغی

د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمز مټیس نن(سې‎شنبې د کب۲۲مه) په ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلی.

مټیس کابل ته تر رسېدو وروسته ویلي دي څرګنده کړې افغانستان کې لا هم بریا باندې باور شته ـ یوازې د جګړې له لارې نه بلکې له طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې له لارې.

استوشيتدپرس د خبر له مخې امنیتي اندېښنې دومره زیاتې وي چې خبریالانو اجازه نه درلوده د دې سفر په ترڅ کې خبر خپور کړي، تر هغې چې مټیس او ورسره پلاوی یې د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ د ائتلاف پوځي مرکز ته ولېږدول شول.

خبر وړاندې ویلي دي چې د دفاع وزیر په سفر کې داسې محدودیت مخنینه نه لري.

مټيس به چې له ولسمشر غني سره هم لیدنه ولري ویلي دي:«نه پوځي بریا ـ خو له طالبانو سره به ملي آشتي وي چې په دې وروستیو کې بندونه سره مخ وه  او کمه لېوالتیا یې د کابل حکومت ته ښکاره کړې ده.»

مټيس سمندي ځواکونو متقاعد جنرال دی چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د افغانستان په سویل کې یې امریکايي ځواکونو ته قومانده کوله، ده ویلي دي چې شاید له ټولو طالبانو سره سوله ستونزمنه وي، خو اوس مهال په ډله‎ييز ډول ټينګار کيږي.

د مالوماتو له مخې ټاکل شوې چې ښاغلی مټیس به د ملي یووالي حکومت له مشرانو او افغانستان کې د ناټو قومندانانو سره خبرې اترې او لیدنې ولري.

ده وویل چې دا هڅې د هغو کسانو پېژندګلوي په موخه دي چې وروسته له ۱۶ کلونو له جګړې ستړي دي.

مټیس ویلي دي:«موږ پوهېږو طالبان سولې ته لیواله دي.»

ښاغلي مټيس افغانستان کې بریا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ سیاسي هوکړه بولي او وايي چې افغان ځواکونه د امنیت تامین وړتیا لري.

همداراز ده ویلي دي چې افغانتسان به په نړیواله کچه د ترهګرو پټنځای نه وي، لکه څنګه چې القاعدې له دې هېواد څخه په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د سپټامبر پر ۱۱مه استفاده وکړه.

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې له کابل څخه لیدنه کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتونو کابو  اته سوه سلاکاران افغانستان ته راغلي.

افغانستان کې امريکايي سلاکاران د جګړې په برخه کې د افغان ځواکونو مرسته کوي.

دا په روان کال کې افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر دوهم سفر دی چې ترسره کوي یې.

د امر یکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمز مټیس، او د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ د روان کال د تلې میاشتې په پنځه له مخکې څخه په نه اعلان شوي سفر کې کابل ته راغلي وو.
 
د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټیس په داسې حال کې له کابل څخه لیدنه کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتونو کابو  اته سوه سلاکاران افغانستان ته راغلي او افغان سرتېرو ته سلامشورې ورکوي

شریک یي کړئ