Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د امریکې او طالبانو ترمنځ خبرې به له اختر وروسته هم دوام وکړي'

قطر کې د طالبانو د دفتر غړی ملاخیرالله خیرخواه وايي چې شونې ده له لوی اختر وروسته هم د طالبانو او امریکې ترمنځ خبرې دوام وکړي.

د طالبانو دغه غړۍ همدارنګه وايي چې شونې ده د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، له اختر وروسته (د راروانې یکشنبې په ورځ) دوحې ته راشي او د ملګرو ملتونو سازمان، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او د ګاونډیو هېوادونو د استازو په حضور کې د طالبانو او امریکې ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

ملاخیرالله خیرخواه په دې اړه څرګنده کړه:«له هغې وروسته کله چې د ملګروم ملتونو سازمان، د اسلامي هېوادونو د همکاریون سازمان، ګاونډیو هېوادونو د استازو په حضور کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه به لاسلیک شي او له هغې وروسته به د نورو موردونو په اړه هم د افغانانو ترمنځ مذاکرات پيل شي.»

زلمي خلیلزاد څلور ورځې مخکې، قطر کې له طالبانو سره تر خبرو وروسته هند ته ولاړ او له هغه ځایه بیا ناروې ته ولاړ.

هغه د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې ناورې د سولې په خبرو اترو کې د اسانتیاوو برابرونکي هېواد په توګه، ونډه لوبولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې ښاغلی خلیلزاد هڅه کوي څو ټول لوروي د خبرو مېز ته روکاږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتګوس په دې اړه وویل:«زموږ سفیر زلمی خلیلزاد او نور کسان هڅه کوي چې ټولې ډلې د خبرو مېز ته راوبولي. موږ له طالبانو سره د خبرو لپاره زیات وخت مصرفوو او په همدومره دقت سره مو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته پام کړی دی.»

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته له رسېدو وروسته، هم افغانستان کې د دوی حضور ته اړتیا ده.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ څرګنده کړه:«موږ یوازې هغه مهال کولای شو افغانستان کې پاتې شو چې له موږ غوښتنه وشي. لږ تر لږه د دې کار لپاره یو احتمال شته، ځکه زه فکر کوم که چېرې د امریکا، طالبانو او د ناټو د غړیو ترمنځ هوکړه هم کېږي، بیا هم یو شمېر ترهګرې ډلې لکه داعش او القاعده افغانستان کې وي او له دې ډلو سره د مبارزې لپاره جګړې ته اړتیا ده.»

داسې مهال چې له افغانستان د امریکايي عسکرو وتل د طالبانو اساسي شرط دی، خو فارن پالیسې په یوه مقاله کې لیکلي، له دې هوکړې وروسته به هم په افغانستان کې د «سي‌ ای اې» پوځي ځواک افغانستان کې شته وي.

ملاخیرالله خیرخواه وايي چې شونې ده د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، له اختر وروسته دوحې ته راشي او د دواړو لورو ترمنځ هوکړه وروستۍ کړي.

شریک یي کړئ