Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیتي او استخباراتي بنسټونو له کمزورۍ او ناکارۍ څخه نیوکې

 د  ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید په پایله کې،یو شمېر پخواني امنیتي چارواکي د امنیتي بنسټونو له استخباراتي ناکارۍ او د مشرتابه په کمزورتیا سخته نیوکه کوي.

په همدې حال کې یو شمېر پخواني چارواکي ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید د قربانیانو د کره شمېر د خپرېدو په پټوالي تورن وي.

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د دوه سوه او نه شاهین قول اردوپه قوماندانۍ د طالبانو د برید د څرنګوالي په روښانه کېدو سره، د دې برید په اړه غبرګونونه هم  پراخ شوي دي.
د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وویل:«بې ځایه مرګ ژوبله،د مشرتابه بې باکي او بې انضباطي ده او د منلو او زغم وړ نه ده!هغو کسانو چې په تېرو کې په پرله‎پسې توګه په کم کاریو کې لاس درلود،په څو دلیلو، لومړی د قومي او قومي وفاداریو په دلیل،د تېرې اېډیولوژۍ په دلیل،دوی د افغانستان د ملي او دفاعي ځواکونو مشرتابه ته راځي.طبیعي ده چې د هغوی وفاداري نه‎خلکو،هېواد،خاورې او د دافغانستان د خپلواکۍ لپاره دی؛بلکې ډېری د هغو کسانو لپاره دی چې هغوی یې د قومي او اېډیولوژيکو دلایلو له امله ګمارلي دي.»
 
د ملي امنیت پخوانی عمومي رییس رحمت الله نبیل ویلي:«په مرکز کې سیاسي نیمګړتیا د دې لامل شوې چې له مرکز څخه بېلابېل او مقطعي پیغامونه بهر شي.دا په خپله،خپله اغېزه لري.دویم په امنیتي او دفاعي مدیریتونو کې لاسوهنه،د سمتي،توکمي،سیاسي او بېلابېلو جوړښتونو له مخې پرېکړه،د دې لامل شوې چې زموږ د امنیتي ځواکونو مدیریت کمزوری شي.»

اخوا د هغه څه چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو نفوذ بلل کېږي اندېښنې راپارولي دي.
د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال عتیق الله بریالی وايي:«شمالي خوا د هغوی(طالبانو) ډېره جدي موخه ده او پر افغان دولت دی چې له ناټو سره یوځای د بریدونو مخنیوي لپاره د دغې کمزورې روحیه پر ضد  کار وشي.»

په داشان اوضاع کې دولتي بنسټونه د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانې د برید او د اوښتو مرګ ژوبلې په اړه کره جزئیات نه ورکوي.
پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وویل:«هغه څه چې واقع کېږي،واقعیت یې بیان کړ، اړینه ده د دې لپاره چې هلته یو کتله شتون‎لري،هلته سرتېری شتون‎لري،هلته قومندانیت دی، هغوی ته حساب مالوم دی.کله چې دوی یې پټ کړي،یا په اصطلاح دغه (د مرګ ژوبلې شمېر)پټ کړي،د سرتېرو پر روحیه ډېره اغېزه کوي چې دغه دولت،یو دروغجن دولت دی.»

د داشان پېښې د قربانیانو په اړه رسنیو ته د کره شمېرو نه ورکول خلک په امنیتي بنسټونو په غوسه کړي دي.
د مزار اوسېدونکی ارین وویل:«د مرستیال،وزیر، او نورو چارواکو اولادونه،هېڅ کوم یو یې وسله‎نه‎لري چې د دښمن په وړاندې وجنګېږي.»

د کابل اوسېدونکی سیدنویدالله وايي:«د بې وزلو او بېچاره کسانو اولادونه دي،که‎چېرې شهید هم شي،که‎چېرې مرګ ژوبله هم ورکړي دغه چارواکي یې پروا نه‎لري.»

له دې ټولو سره سره ملي دفاع وزارت د تېر کال په عملیاتو کې د ترهګرو د ۴۰۰ قومندانانو د وژل کېدو خبره کوي او دوی د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنه ستره بولي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي:«د دښمن موخې ناکامې شوې دي،دوی په خپلو موخو کې شاته پاتې دي،د هېواد دغه وسله‎وال ځواک د خپلې دندې په ترسره کولو کې بریالي دي.»
تر دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکامتحده ایالاتونو ځانګړي څېړونکي یا سیګر، په یوه راپور کې په تېر یوه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې له ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د دې راپور په بنسټ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال له جنورې میاشتې تر نوامبر میاشتې پورې  دهېواد له ۶ زره او ۷۰۰ تنو ډېر امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۱ زرو ډېر ټپیان شوي دي. 

په همدې حال کې یو شمېر پخواني چارواکي ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید د قربانیانو د کره شمېر د خپرېدو په پټوالي تورن وي

شریک یي کړئ