Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیتي ځواکونو مرګ‎ژوبلې‎ په اړه د سیګر بګنونکی راپور

د افغانستان بیا رغونې په اړه د امریکا متحده ایالاتونو د څار بنسټ مشر، جان سپکو د امریکا کانګرس ته په خپل راپور کې شنبې ناوخته وویل چې یوازې روان زیږدیز کال ۶ لومړیو اوونیو کې ۸۰۷ تنه افغان ځواکونو په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سپکو وویل:«پولیس او افغان ځواکونو پرمختګ درلود، د امنیت په تامین کې یې لوی مسوؤلیتونه درلودل او وړتیایې زیاتې شوې دي.»

نوموړي زیاته کړه:«خو لا هم جدي ستونزې پر ځای پاتې دي. ترهګري او نا امنیو پر یو شمېر سیمو سیوری اچولی دی او کنټرول کوي یې چې په هغو سمېو کې د افغانستان دریمه برخه خلک ژوند کوي.»

د افغانستان بیا رغونې په اړه د امریکا متحده ایالاتونو د څار بنسټ په داسې حال کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې زیاتوالي خبر ورکوي چې د په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مرګ ژوبلې زیاتوالي احتمال هم یاد شوی دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي دي چې یوازې تېر کال کې ټول افغانستان کې ۱۱۴۱۸ تنه ملکي کسان وژل شوي دي او له ۲۰۰۹ زیږدیز کال راهیسې تېر کال د ملکي کسانو لپاره تر ټولو خونړی کال وه.

د سیګر په راپور کې ۱۴۰ تنه په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې وژل شوي سرتېري نه دي شامل.

په دې راپور کې راغلي دي چې د روان زیږدیز کال جنوري له لومړۍ د فبروري تر ۲۴پورې ۸۰۷ تنه افغان ځواکونو خپل ژوند له لاسه وکړی دی او ۱۳۲۸ ټپیان دي. د دې  ترڅنګ په افغان ځواکونو کې د نفوذي بریدونو له کبله ۱۲ بریدونه شوي دي چې ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

مخکې له دې د امریکا دفاع وزارت ویلي وو چې تر ډېره افغان ځواکونه په مخامخ بریدونو کې وژل کېږي، په داسې حال کې چې د ماینونو له کبله مرګ ژوبله کمه ده.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو د منصوري په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړي دي.

سیګر د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې په اړه خپل راپور کې ویلي دي چې یوازې د روان زیږدیز کال په لومړیو ۶ اوونیو کې ۸۰۷ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي

شریک یي کړئ