Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیت تامین لپاره د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ ګډه همکاري

د کندهار په هغه سیمو کې چې کلونه وړاندې به امنیتي ځواکونه په زغره‎والو ټاکنو کې تېرېدل، اوس په کي امنیتي ځواکونه پلي ګزمې کوي.

که څه هم د سیمي د اوسېدونکو پر خولو د جګړو کیسې دي، خو وايي اوس د شپې تر ناوخته په کروندو کې بوخت وي، او د ارامتیا احساس کوي. 

د ژړۍ ولسوالۍ په یوه لیرې پروت کلي کې، امنیتي ځواکونه پلي ګزمي کوي، هغه څه چې کلونه مخکې یې دا چاره د سر په زیان تمامېدل.

امنیتي ځواکونه وايي د ولسوالۍ مرکزي برخې ډېرې امن دي او یوازې وسله‎وال مخالفین په‎ دې سیمو کې د ځای پرځای شویو ماینونو څخه استفاده کوي. د دوی په خبره ډېری سیمې يې د ملکي وګړو په همکاری امنې کړې دي دي.

 امنیتي سرتېری ګلالی وايي:«د شپي او په ځانګړې توګه هغه وختونه چې د میاشتې لومړی سر او وروستۍ شپې وي ، موږ دلته خپلې ګزمې ډېر وو، تر څو دښمن برید ونه کړي یوه میاشت مخکې هم راغلي وو، موږ پرې خبر شوو او جسدونه يې پاتې شول.»

بل امنیتي سرتېری محمد نسیم هم وویل:«دوی (طالبان)دلته د ړانده ماینونو څخه استفاده کوي او بیا نو ملکي کسانو ته زیان اوړي او هغه هم ډېرۍ وخت موږ ورته خنثی کوو.»

په دغه کلي کې یو شمېر ملکي کسان د شپي نا وخته په لار او کوڅو کې لیدل کېږي. دوی د جګړو د مهاله ترخې کیسې یادوي، او وايي په دغو سیمو کې يې په ډېرو سختو کې شپې او ورځې تېرې کړې دي، خو اوس هرڅه په سم لوري روان دي.او ارام ژوند لري.

د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی پاچاخان وایي: «دا ډېر وخت مو نه دښمن لیدلی او نه هم طالب لیدلی، هو څو کلونه وړاندي ډېرې سختې خوارۍ او ستونزې راباندط تېرې شوې. هغه وختونه ولاړه بیا دي خدای نه راولي، اوس موږ له دې حالته ډېر خوښ یوو که تر ناوخته د کور څخه د باندي یوو، که د شپې په خپل کرونده کې یو هېڅ د ډار او ستونزي احساس نه لري.»

د ژړۍ ولسوالۍ امنیتي مسوولین څرګندوي چې کلونه مخکې به له دې سیمې په زرغله‎والو ټاکنو کې تېرېدل، خو اوس يې په یاده سیمه کې ځواکونه پلي ګزمې کوي، زیاتوي چې د سیمو په کنترول او امنیت کې ځايي وګړو مهمه ونډه لرلې ده.

د ژړۍ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ سرپرست لومړی څارن محمد هاشم قادري وايي: «موږ د لته د شپې ګزمې لرو څلورویشته ساعته خپل چمتووالی لرو، ګرځو او طالبان د مخامخ جګړې وس نه لري دغسې راشوه کېږي او کله ناکله ماینونه ږدي او بیا په هغه کې هم ملکي کسانو ته په کي زیان اوړي او مخنیوی يې هم موږ کړی او هېڅ مخامخ جګړه راسره نه‎شي کولای.»

ژړۍ د کندهار په سوېل کې پرته ولسوالی ده، که څه هم د یادي ولسوالۍ وګړو په جګړو کې ډېره قرباني ورکړې، خو اوس د کندهار له امنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.

خو امنیتي ځواکونه وایي که څه هم پر ولسوالۍ بشپړه ولکه لري، خو ځينې وختونه وسله‎وال مخالفین د ځای پرځای شوو ماینونو څخه استفاده کوي. 

شریک یي کړئ