Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوربند ۳ مه ورځ؛ سرپل کې ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي

د طالبانو په وړاندې د حکومت د اوربند درېیمه ورځ، خو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې د تېر په څېر دوام لري.

په وروستۍ پېښه کې، د سرپل ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې، د ملي پوځ ۴ سرتېري وژل شوي او درې تنه نور یې، ټپيان شوي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‎الله اماني وايي چې دغه نښته د سرپل ولایت مرکز بلغلي کلي کې رامنځته شوې او څه باندې پنځه ساعته یې دوام وکړ.

هغه وویل چې په دغې نښته کې اوه طالبان هم وژل شوي او ۹ تنه نور یې ټپيان دي.

طالب ډله چې ټاکل شوې له سبا اوربند پيل کړي، تراوسه یې د سرپل ولایت په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ