Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوږد مهاله اوربند لپاره د سولې او علماوو شورا غوښتنه

د لوی اختر په رارسېدو د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند لپاره غوښتنې ډیېرې شوې دي.

له دې ډلې د عالمانو شورا، د سولې عالي شورا او د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکو بنسټونو په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند غوښتونکي شول.

د افغانستان د علماو د سراسري شورا مشر قیام الدین کشاف په دې اړه وویل:«موږ د لنډمهال یانې د یوې او دوه ورځو اوربند غوښتونکي نه یوو، بلکې داسې اوربند غواړو چې د خبرو اترو لپاره لاره پرانیزي.»

خبریاله شفیقه حبیبي هم وايي:«د طالبانو له تحریک څخه هیله کوو چې هغوی دې هم نور له جګړې وژنې لاس واخلي.»

خو د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله د اختر په ویاړ په خپل تازه پیغام کې د اختر په ورځو کې له حکومت سره د اوربند په هکله هېڅ راز یادونه نه ده کړې.

د جهادي ګوندونو د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم منیب په دې اړه وویل:«د تلپاتې سولې او د جګړې د پای لپاره د افغانستان جګړه ځپلي خلک د اختر له رارسېدو سره د اوربند په تمه دي.»

د طالبانو د مشر په پیغام کې راغلي، که همدا نن امریکایان له افغانستان څخه ووځي نو سبا به طالبان د امریکا په ګډون هر چاته د بې نظمیو د مخنیوي او دغه راز د امنیت ټینګښت په موخه ډاډ ورکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد په دې اړه وویل:«د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې شوي او تر کومه ځایه چې موږ پوهېږو ځينې هوکړې هم لري، داسې مسایل به هم وي چې توافق نه لري او دا د خبرو اترو طبعیت دی.»

بل پلو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر به ډېر ژر د اوربند په هکله خپله پرېکړه اعلام کړي.

د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي په دې اړه وویل:«زه دا لیرې بولم چې طالبان دې دومره ژر له حکومت سره په نېغه توګه خبرو ته حاضر شي.»

یاده دې وي، له دې مخکې د کوچني اختر په ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ لنډمهاله اوربند شوی و چې د خلکو او نړیوالې ټولنې له هرکلیو سره مخ شوی وه.

شریک یي کړئ